د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د کندز ولایت مرستيال محترم مولوي حبیب رحمان صهيب، د ۲۱۷ عمري قول اردو د ارکان رئیس محترم قاري شفيق الله وثيق او د ياد ولايت يو شمېر مجاهدينو سره وکتل.
په دې کتنه کې، په پيل کې د کندز ولایت مرستيال محترم مولوي حبيب رحمان صهيب او د ۲۱۷ عمري قول اردو د ارکان رئیس محترم قاري شفيق الله وثيق خبرې وکړې او د دې ولايت د امنيت او ټولنيز او اقتصادي وضعيت په اړه يې د رياست الوزراء اداري معاونیت ته معلومات ورکړل.
هغوی زياته کړه، د اسلامي امارت مسؤلین او مجاهدين د خلکو ستونزو ته رسيدګي او هغوی ته د خدمتونو وړاندې کولو هڅه کوي او د دې ولايت خلک هم له ځايي مسؤلينو سره په دومداره ډول همکار دي.
يادو مسؤلينو او مجاهدينو په مختلفو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنو او کړنو ته په اشارې وغوښتل، ترڅو په دې ولايت کې د مجاهدینو وضعيت ته رسيدګي، ښوونې او روزنې، روغتيا، د مواصلاتي لارو جوړولو او د انکشافي پروژو تطبيق ته ځانګړې پاملرنه وشي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کندز ولایت ځايي مسؤلينو او مجاهدينو سره په دې ليدنې خوښي وښوده او د اشغالګرو پر وړاندې په جهاد کې يې د افغان ملت او په ځانګړي ډول د کندز د مجاهدينو د رول ستاينه وکړه.
د رياست الوزراء اداري مرستيال وويل، اسلامي امارت خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کول، د هيواد د ابادۍ په موخه د پروژو ترسره کول او د خلکو د ستونزو حل له خپلو مسؤلیتونو څخه بولي او په دې برخه کې په ټول توان هڅه کوي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د وړانديزونو په اړه وويل، اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې دې برخې ته رسيدګي او لازم اقدامات ترسره کړي.#