د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء پیغام

د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء پیغام

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا من يهده ﷲ فلا مضل له ومن يضلل فلا هادي له وأشهد أن لا إله إلا ﷲ وحده لا شريك له وأشهد أن محمدا عبده ورسوله.

اما بعد: قال الله تبارک و تعالی: قُلۡ اِنَّ صَلَاتِیۡ وَ نُسُکِیۡ وَ مَحۡیَایَ وَ مَمَاتِیۡ لِلّٰہِ رَبِّ الۡعٰلَمِیۡنَ ﴿۱۶۲﴾ لَا شَرِيكَ لَهُۥۖ وَبِذَٰلِكَ أُمِرۡتُ وَأَنَا۠ أَوَّلُ ٱلۡمُسۡلِمِينَ (۱۶۳) سورة الانعام. 

صدق الله العظیم. 

درنو هیوادوالو، د اسلامي امارت مجاهدینو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته!

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

له هر څه وړاندې د نیکمرغه لوی اختر ( عید الاضحی) د رارسیدو په مناسبت مبارکي درته وایم. اختر مو مبارک سه. الله تعالی دې د ټولو مسلمانانو د لوی اختر قربانۍ، د اختر لمونځونه، دعاګانې، صدقات او حسنه اعمال په خپل عظیم دربار کې قبول کړي. خصوصا دې الله تعالی د هغو مسلمانانو چې سږ کال د حج د سترې فریضې د اداء کولو لپاره بیت الله شریف ته تللي، حجونه، عمرې، طوافونه او ټول نیک اعمال قبول کړي. او الله تعالی د دوی د دعاګانو په برکت له مسلمانانو اوسنۍ ابتلاوې پورته کړي او په عوض دې الله تعالی پر ټوله اسلامي نړۍ خیر او برکتونه نازل کړي. آمین یا رب العلمين

 قدرمنو وروڼو!

دغه ورځې چې د حج د مبارکې فریضې اداء کولو او د لوی اختر د مراسمو او قربانۍ ورځې دي له ځان سره لوی پیغامونه لري. د حج مبارکه فریضه چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه په میلیونونه مسلمانان په کې هر کال ګډون کوي او د قوم، هيواد، ژبې او رنګ له توپیر څخه پرته په یوه صف کې د الله تعالی حضور ته دریږي. موږ ته دا پیغام لري چې مسلمانان لکه څنګه چې په واحد ذات ( الله تعالی) باندې ایمان لري، د یوه پیغمبر ( محمد مصطفي صلی الله علیه وسلم) امتیان دي او د یوه کتاب ( قران کریم) منونکي دي. نو باید چې د ژوند په ټولو برخو کې د اتحاد او اتفاق اصل په نظر کې ولري. نن سبا د مسلمانانو د ډېرو ستونزو او ناخوالو عامل بې اتفاقي او ځانځاني ده. نو په کار ده چې ټول مسلمانان د کور او کلي له ژونده نیولې بیا د هيواد او ټولې نړۍ په کچه د اتحاد، اتفاق او همکاري اصل په نظر کي ولري او له ځانځانۍ، نفرت او حسد څخه ځانونه وساتي.

همدا رنګه د قربانۍ وجيبه باید په موږ کې د ایثار او د حق لپاره د ځان ځارولو احساس ژوندی وساتي. لکه څنګه چې حضرت ابراهيم علیه السلام خپل زوی اسمعيل علیه السلام په ډېر اخلاص او فداکارۍ سره د الله تعالی د رضا لپاره د قربانۍ ميدان ته حاضر کړ، نو هر مسلمان باید همداسې الهي احکام تر ځان، اولاد، مال او شخصي خواهشاتو لوړ او مقدم وګڼي. کله چې د دین لپاره د قربانۍ ضرورت وي، باید په پوره اخلاص د ایثار میدان ته حاضر سي.

د اسلامي امارت قدرمنو مسؤلینو!

 د اختر په ورځو کې په کار ده چې له دې فرصت نه ښه استفاده وکړئ. په خپلو ساحو کې د شهیدانو د کورنیو، معیوبینو او یتیمانو پوښتنه وکړئ. دغه راز له عام ولس سره په ناسته ولاړه او مجلسونو کې د هغوی مشورې، شکایتونه او ستونزې واورئ. تر څو د خپلو ځانونو او کارونو په اصلاح کې ترې ګټه واخلئ. عامو خلکو ته د اسلامي امارت د اخلاص، مهربانۍ او خواخوږۍ پیغام ورسوئ او دا ورته ووایاست چې موږ په خپل ټول توان سره کوښښ کوو چې ستاسو د دنیوي او اخروي خیر او فلاح لپاره کار وکړو. لکه څنګه چې لله الحمد په هیواد کې شرعي احکام نافذ شوي، امنیت راغلی او د هیواد د آبادۍ کارونه روان دي، نور هم کوښښ کوو چې ستاسو د هوساينې لپاره لازم خدمتونه سرته ورسوو.

د اسلامي امارت هغه مجاهدين، دفاعي او امنیتي ځواکونه چې د هیواد د سرحداتو ساتنه کوي او یا د لویو لارو او ښارونو د امنیت مسؤلیت په غاړه لري. دوی ته له الله تعالی څخه د دې عظیم خدمت لوی لوی اجرونه غواړم. هدایت مې ورته دا دی چې د اختر په مبارکو ورځو کې هم خپلو وظائفو ته متوجه واوسي. تر څو مو ځوریدلي هیوادوال په پوره اطمنان او خوشحالۍ سره اختر ولمانځي.

دا چې په دې وروستیو کې په میلیونونه مهاجرین له ګاونډیو هیوادونو څخه بېرته افغانستان ته راستانه شوي او یا د زلزلو او سیلابونو له امله یو شمېر خلک له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي. دغه راز ډېر شمېر هیوادوال د مختلفو عواملو له امله د بې وزلۍ ژوند لري. اسلامي امارت حتی الوسع د دوی سره مرسته کړې او بیا به یې هم کوي، خو د دې پیغام له لارې په ټولو هیوادوالو غږ کوم چې خپل بې وزله هیوادوال هېر نه کړي او د اختر په ورځو کې ورسره د خپل توان په اندازه مرسته وکړي تر څو په دې مبارکو ورځو کې د محرومیت احساس ونه کړي.

په پای کې ټولو مسلمانانو وروڼو په خاص ډول د افغانستان مؤمن او مجاهد ملت ته یو ځل بیا د اختر مبارکي وایم او دعاء کوم چې الله تعالی د اسلامي نظام په سیوري کې همیشه د امنیت، خوشحالۍ او اخوت اخترونه رانصيب کړي. آمین یا رب العلمين

و السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

الحاج ملا محمد حسن آخند

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء