د کابل ښار په مزدحمو سیمو کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې د مخنیوي او هوايي، زېرزمیني او انټرچینج پلونو د ایجاد په اړه د کابل ښاروالۍ مسؤلینو د پریزنټیشن وړاندې کول

د کابل ښار په مزدحمو سیمو کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې د مخنیوي او هوايي، زېرزمیني او انټرچینج پلونو د ایجاد په اړه د کابل ښاروالۍ مسؤلینو د پریزنټیشن وړاندې کول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د اسد میاشتې په درېیمه نېټه د مس عینک پروژې د غځېدلي سړک د جوړولو چارو پرانیسته وکړه. په دغو مراسمو کې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ملا هدایت الله بدري، د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خواه، د چین هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال، په افغانستان کې د چین سفیر، د مس عینک د قراردادي کمپنۍ ((MCC رئیس او تخنیکي ټیم، د خصوصي سکټور استازو، د سیمې اوسېدونکو او یوشمېر امارتي مسوولینو هم حضور درلود.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو ته د خپلو خبرو پر مهال د مس عینک پروژه له مهمو او حیاتي پروژو څخه وبلله او زیاته یې کړه، د دې پروژې ډېر وخت ضایع شوی او اوسمهال پکار ده چې عملي کارونه یې ژر پيل شي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د مس عینک پروژې د قراردادي کمپنۍ مسوولینو ته ډاډ ورکړ، چې د پروسس پر مهال د زهرجنو موادو د له منځه وړلو لپاره په افغانستان کې دننه کافي مواد موجود دي، دا ستونزه په بشپړ ‌ډول حل شوې او د پروژې د عملي کار پر وړاندې هېڅ خنډ نشته. محترم ملا صاحب زیاته کړه چې د پروژې لپاره یې د پیسو د انتقال په موخه د افغانستان بانک ته هدایت کړی، چې له قراردادي کمپنۍ سره لازمه همکاري وکړي. 

په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال قراردادي کمپنۍ ته د بشپړ امنیت تامین ډاډ ورکړ او ټول ملت ته یې د دغه لویې پروژې د یوې برخې د عملي چارو د پيل مبارکي ورکړه.