د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د بزګر مېلې او نندارتون په مراسمو کې ګډون وکړ

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د بزګر مېلې او نندارتون په مراسمو کې ګډون وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د بزګر مېلې او کرنیزو محصولاتو د دېرشم نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

په دې مراسمو کې د ریاست الوزراء اقتصادي او اداري مرستیالانو محترم ملا عبدالغني برادر او محترم مولوي عبدالسلام حنفي، د کابینې یوشمېر غړو، سوداګرو، پانګوالو او بزګرانو هم ګډون کړی وو.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال بزګرانو ته د وروستیو سېلابونو او طبیعي پېښو له امله په اوښتو زیانونو خواشیني څرګنده کړه، شهیدانو ته یې د فردوس جنت او د هغوی کورنیو ته یې د جمیل صبر دعا وکړه.

نوموړي د افغانستان له ټولو بزګرانو مننه وکړه چې شپه ورځ هڅې کوي او د افغانستان د اقتصاد په پیاوړتیا کې ونډه اخلي.

محترم مولوي عبدالکبیر کرنه د افغانستان د اقتصاد د ملا تېر وګڼله او زیاته یې کړه، کرنیز محصولات د افغانستان د صادراتو او تولیداتو عمده برخه جوړوي.

نوموړي وویل، د بزګرانو ،کرنیزو تولیداتو او محصولاتو ملاتړ د ټولو دنده ده. په تېرو څو لسیزو کې د جګړو او یرغلونو له امله د افغانستان بنسټونه ویجاړ شوي او رغاولو ته یې اساسي پاملرنه نه ده شوې.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال وویل، باید خپلو کرنیزو محصولاتو ته په سیمه او نړۍ کې مناسب بازارونه پيدا او په نړیوال معیار د افغانستان تولیدات او محصولات د نړۍ بازارونو ته عرضه شي.

هغه زیاته کړه، اسلامي امارت کوښښ کوي خپلې اوبه مهار، د اوبو د وېش منظم سیستم رامنځته، کانالونه، کاریزونه او سربندونه جوړ او ترمیم کړي او بزګرانو ته تولیداتو او محصولاتو ته د پراختیا ورکولو زمینه برابره کړي.

نوموړي وویل، کرنیز سکتور د پانګونې پراخ ظرفیتونه او فرصتونه لري او په ټولو کورنیو او بهرنیو شرکتونو او پانګوالو یې غږ وکړ، چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.

محترم مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت غواړي د کرنې او مالدارۍ سکتور په پیاوړتیا سره افغانستان د خودکفايۍ لور ته بوځي، متاسفانه چې د افغانستان د پخوانیو حکامو د بې غورۍ له امله اسلامي امارت د نویو انکشافاتو او پراختیا پر ځای،پخواني تاسیسات له سره رغاوي.