د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې، د ادارو ساده کولو پروسو د تطبیق هوکړه لیک د لاسلیک په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
په پیل کې، د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د چارو ادارې عمومي ریاست رهبرۍ او په ځانګړي ډول د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست او د ادارو د پروسو ساده کولو ریاست، څخه مننه وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل، په اداري چارو کې ساده کول په نننۍ نړۍ کې یو منل شوی اصل او حقیقت دی، تر هغو چې اداري خدمتونه او چارې اسانه او چټکې نه وي نشئ کولای شی د حکومت او خلکو ترمنځ فاصلې راکمې کړئ، پالیسۍ او ستراتېژیک اهداف په غوره ډول تطبیق کړئ او بالاخره نشئ کولای مطلوبې اقتصادي ودې ته ورسېږئ.
نوموړي زیاته کړه، امارتي ادارو د اداري چارو ساده کولو اهمیت ته په پام دا مسئله د یوه اصل او یوه ګټور او اړین هدف په توګه پخپلو کاري لومړیتوبونو کې نیولې ده.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه، د ساده کولو ریاست تر اوسه ۹ وزارتونه او امارتي ادارې ساده کړې دي، چې دغه ساده کول په عمومي ډول خلکو ته د چټکو او پر وخت خدمتونو وړاندې کولو، د اداري فساد کموالي یا لمنځه وړلو، په ادارو کې د کاغذ پراني لمنځه وړلو، د ادارو او مراجعینو د لګښتونو کموالي، د خدمتونو په وړاندې کولو کې د شفافیت پیاوړتیا، د ادارو د اعتبار معیار لوړول، د ادارو د اهدافو غوره تطبیق او د ادارو غوره مدیریت، د ادارو د مؤثریت او ګټورتیا زیاتوالی، په ادارو کې د مراجعینو د بیروبار مخنیوی، د ادارو له کړنو د خلکو د رضایت زیاتوالی او د ملت او حکومت ترمنځ د واټن لمنځه وړل کولای شي ښه اغېز ولري.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل، کاغذ پراني د مراجعینو لپاره یوه اوږده او ستونزمنه پروسه ده او لازمه ده چې په بشپړ ډول لمنځه یوړل شي او د اسنادو د اجراء کولو پروسه ساده شي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، که د ساده کولو پروسه په ټولو ادارو کې عملي شي، نو له یوه لوري به د بېځایه تشکیلاتو مخنیوی وشي او له بل له لوري به د مراجعینو لګښتونه هم راکم شي. په همدې اساس لازمه ده د ادارو مسؤلین د ساده کولو په برخه کې هڅه وکړي، ترڅو ژر تر ژره دغه کار عملي او هیوادوال ترې ګټه واخلي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل، اسلامي امارت هڅه کوي، ترڅو د ساده کولو خدمتونو ترڅنګ (اسان خدمت) هم پراخ شي، چې تېر کال مو وکولای شول د کابل ښار په څو نقطو او یو شمېر ولایتونو کې د اسان خدمت مرکزونه فعال کړو او د هغو له لارې زموږ ګران هیوادوال کولای شي تذکره، پاسپورټ او نور اړین اسناد په ډېر اسانه ډول واخلي.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې وویل، هڅه کوو په ادارو کې برېښنایي حکومتولي دود کړو، ترڅو ادارې له دې لارې له یو بل سره وصل او خلکو ته خدمتونه په ساده او اسانه ډول ترسره شي.#