د ریاست الوزراء اداري مرستیال د اصنافو ثابتې مالیې د معافیت او تخفیف غونډه کې ګډون او وینا وکړه

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د اصنافو ثابتې مالیې د معافیت او تخفیف غونډه کې ګډون او وینا وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د مالیې وزارت له لوري د حکومت د رسنیو مرکز کې د اصنافو ثابتې مالیې د معافیت او تخفیف جوړې شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

په دې غونډه کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال لومړی د مالیې وزارت محترمو مسؤلینو او د حکومت د رسنیو مرکز څخه د دې غونډې د جوړولو له امله مننه وکړه او وې ویل، امیرالمؤمنین شیخ القران والحدیث مولوي هبت الله اخندزاده حفظه الله یو حکم صادر کړی، چې افغان ملت ته به لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، تېر کال د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري صنعتکارانو، مختلفو اتحادیو، اصنافو او کسبه کارانو ته اسانتیاوې رامنځته شوې، چې په تعقیب یې سږ کال هم ټولو دوکاندارانو، کسبه کارانو او مختلفو اصنافو ته اسانتیاوې په پام کې نیول شوي، چې د روان کال له پیله د تطبیق وړ دي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، تېر کال د هغو اصنافو مالیه، چې یو نیم سل زره افغانۍ یې په کال کې پلور درلود له ۱.۵ سلنې څخه ۰.۵ سلنې ته راکمه شوه او وروسته د افغان ملت د غوښتنې پر اساس، امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی اداري کمېسیون ته دنده وسپارله، ترڅو په دې اړه یوه طرحه جوړه کړي او د هغه پر اساس بیا هم مختلفو اصنافو ته اسانتیاوې په پام کې ونیول شي او اداري کمېسیون تر ګڼو غونډو وروسته یوه طرحه جوړه کړه او اصنافو، دوکاندارانو او کسبه کارانو ته یې د یو سلسله تخفیفونو او معافیتونو وضع کولو اقدام وکړ، چې امیر المؤمنین حفظه الله تعالی ته تر وړاندې کولو وروسته خوشبختانه د هغه مقام له لوري لا زیات معافیتونه په پام کې ونیول شول، چې د ټول افغان مسلمان ملت د خوښۍ سبب وګرځېدل.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل: د اصنافو مختلف اقشار چې په کال کې تر دوو میلیون افغانیو پلور ولري له مالیې څخه مطلقاً معاف دي او له دوو میلیون افغانیو څخه د زیات پلور لرونکي په کال کې د ۰.۳ سلنه مالیې تابع کېږي چې دا ټولو دوکاندارانو، کسبه کارانو او مختلفو اصنافو ته لویه اسانتیا ده.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، تېر کال د افغانستان اسلامي امارت له لوري د پخوانیو کلونو مالیاتي جرایم په کلي ډول معاف شول او په راتلونکې کې به هم پر هیچا مالیاتي جریمه وضع نشي.

نوموړي زیاته کړه، د دوکاندارانو، کسبه کارانو، اصنافو او عراده جاتو پاتې مالیات معاف شوي، په ۱۴۰۲ کال کې د تعلیمي ادارو او خصوصي تحصیلي سکتور انتفاعي مالیه هم نه ده اخیستل شوې، د صنعت سکتور انتفاعي مالیه له ۴ سلنې څخه ۲ سلنې ته کمه شوې، مالیه ورکوونکو ته د ارزونې پروسه کې اسانتیاوې رامنځته شوي، چې د هغو پر اساس د سوداګرو د اسنادو او مدارکو ارزونه د پنځو کلونو پر ځای هر کال ترسره کېږي.

په همدې ترتیب، د ریاست الوزراء اداري مرستیال څرګنده کړه، سوداګرو او صنعتکارانو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د اسان خدمت او ون سټاپ شاپ مرکزونه جوړ شوي دي. د صنعت، سوداګرۍ او کرنې سکتورونو څخه ۷ سلنه موضوعي قراردادي مالیه نه اخیستل کېږي، د روغتیا سکتور انتفاعي مالیه له ۴ سلنې څخه ۳ سلنې ته کمه شوې او په هیواد کې له نويو رامنځته شويو روغتیایي مرکزونو څخه په لومړي کال کې انتفاعي مالیه مطلقاً نه اخیستل کېږي او دویم کال کې هم دوه سلنه مالیه وضع شوې او له هغه وروسته په عادي ډول د ۳ سلنه انتفاعي مالیې تابع ګرځي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو پای کې څرګنده کړه، اسلامي امارت هڅه کوي، ترڅو په مختلفو برخو کې خلکو ته اسانتیاوې رامنځته کړي او همداراز د مالیې وزارت د مالیاتو ارزونې او ټولونې مامورینو څخه یې وغوښتل، ترڅو د ارزونو په جریان کې د شرعي او اسلامي اصولو پر اساس له خلکو سره نیک او ښه چلند وکړي، او له هغه پرته به سرغړونکي د شرعي او اسلامي احکامو پر اساس مجازات شي.#