د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ یو شمېر مجاهدینو سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی محترم مولوي عبدالباقي د حاضرینو په استازیتوب خبرې وکړې او د هغې ولسوالۍ د امنیتي، روغتیایي، زده کړو، دیني مدرسو او په ځانګړي ډول د یادې ولسوالۍ د مجاهدینو د وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړل.
مولوي عبدالباقي د بلچراغ ولسوالۍ د خلکو د ستونزو بیانولو پرمهال د مواصلاتي لارې ستونزه د هغې ولسوالۍ عمده ستونزه وبلله او د پورتنۍ ستونزې د حل په موخه د اسلامي امارت مسوولینو د ځانګړې پاملرنې غوښتونکی شو.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي له محترم مولوي عبدالباقي او ورسره مجاهدینو سره په کتنه خوښي وښوده او د اشغالګرو د اېستلو او اسلامي نظام په ټینګښت کې یې د بلچراغ د خلکو او مجاهدینو شهامت او سرښندنې وستایلې.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت خلکو او مجاهدینو ته د ستونزو په حل او خدماتو برابرولو مکلف دی. هغه ژمنه وکړه چې یادو ستونزو ته به رسیدګي وشي.