د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د شهید اسماعیل هنیه د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د شهید اسماعیل هنیه د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په دوحه کې د حماس د سیاسي دفتر د پخواني مشر شهید اسماعیل هنیه د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د شهید هنیه جنازه نن د قطر په دوحه ښار کې د زرګونه سیاسي شخصیتونو، علماوو او مسلمانانو په ګډون ترسره شوه.
شهید هنیه د فلسطین د ازادۍ لپاره د جنایتکاره اسراییليانو پر وړاندې تر پایه سپېڅلې مبارزه وکړه او په همدې لاره کې شهید شو.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د نوموړي له شهادت یوه ورځ وړاندې په تهران کې له شهید هنیه سره ولیدل، د فلسطین د مجاهدینو د برحقه مبارزې ملاتړ یې وکړ او ویې ویل، اسلامي امارت د خپلو مجاهدینو ورونو ترڅنګ ولاړ دی.