د رياست الوزراء اداري مرستيال د ازبکستان لومړي وزير او ورسره پلاوي سره وکتل

د رياست الوزراء اداري مرستيال د ازبکستان لومړي وزير او ورسره پلاوي سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين د ازبکستان لومړي وزير محترم عبدالله عارف اوف سره په داسې حال کې چې د هغه هيواد يو شمېر وزيرانو، سوداګرو او پانګه والو يې هم ملتيا کوله، وکتل. 

په دې کتنه کې، د ازبکستان لومړي وزير محترم عبدالله عارف اوف د رياست الوزراء اداري مرستيال له مېلمستيا څخه په مننې له افغانستان سره د خپل هیواد د ديني، فرهنګي او تاريخي اړيکو يادونه وکړه او وې ويل، د دواړو هیوادونو اړيکي همدا اوس هم د متقابل احترام پر اساس په ښه حالت کې دي او د ازبکستان دولت او ملت په مختلفو برخو کې له اسلامي امارت سره د اړيکو لا زياتې پراختيا او پياوړتيا غوښتونکي دي. 

د ازبکستان لومړي وزير زياته کړه، د دې هيواد دولت، سوداګر او پانګه وال لېوالتيا لري چې د رېل پټلۍ، د کانونو استخراج، کرنې، انرژۍ او سوداګرۍ په برخو کې په افغانستان کې پانګونه وکړي. 

نوموړي همداراز څرګنده کړه، د ازبکستان دولت يوازې د کاغذ پر مخ پر ژمنو اکتفا نه کوي او په پورته برخو کې به عملي ګامونه هم واخيستل شي. 

د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ازبکستان لومړي وزير محترم عبدالله عارف اوف او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغانستان سره د ازبکستان د دولت او ملت اړيکي د ورورولۍ وبللې. 

د رياست الوزراء اداري مرستيال وويل، په فرهنګي، ديني، اقتصادي او سياسي برخو کې د افغانستان او ازبکستان اړيکي تاريخي قدامت لري او دغه اړيکي به تل د متقابل احترام او تعامل پر اساس وي. 

د رياست الوزراء اداري مرستيال زياته کړه، د افغانستان اسلامي امارت په افغانستان کې په ټولو برخو کې د پانګونې او سوداګرۍ زمينه برابره کړې او د ازبکستان له سوداګرو او پانګه والو څخه غواړو چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.#