د څښاک اوبو ستونزو د حل لپاره د ستراتیژي برابرولو او پاکو اوبو ته د کابل ښار د خلکو د لاسرسي په اړه غونډه جوړه شوه

د څښاک اوبو ستونزو د حل لپاره د ستراتیژي برابرولو او پاکو اوبو ته د کابل ښار د خلکو د لاسرسي په اړه غونډه جوړه شوه

‎د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ نن مازدیګر د څښاک اوبو ستونزو د حل لپاره د ستراتیژي جوړولو او په کابل ښار کې د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو د لاسرسي او د انرژۍ او اوبو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، د کلیو د جوړولو او پراختیا او اقتصاد وزارتونو او د ښاري فاضله اوبودولتي شرکت ترمنځ د وظیفوي تداخل د حل موضوعاتو په اړه غون‌‌‌‌‌‌ډه جوړه شوه.
په دې غون‌‌‌‌‌‌ډه کې چې د کلیو جوړولو او پراختیا، ښار جوړولو او مسکن، اقتصاد، انرژۍ او اوبو وزارتونو سرپرستانو، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال، د اوبو رسولو او ښاري فاضله اب دولتي شرکت رئيس، د مالیې وزارت مرستیال، ، د ژوند چاپيریال ساتنې ملي ادارې رئيس او د پورتنیو ادارو مسلکي او تخصصي استازو ګ‌‌‌‌‌‌ډون درلود، هراړخیز بحث وشو او لازم تصمیمونه ونیول شول.
همدارنګه کمېټه وګومارل شوه چې په یادو وزارتونو کې د وظیفوي تداخل او موجوده تشکیلاتو اړوند ټول اسناد په هراړخېزه توګه وارزوي او د تصمیم نیولو په موخه راتلوتکې غون‌‌‌‌‌‌ډې ته پایله وړاندې کړي.