د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان (یوناما) معاونیت پلاوي مشرې مېرمن روزا اوتنبایوا او مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی مېرمن روزا اوتنبایوا په خپلو خبرو کې بېلابېلو ولایتونو ته د سفر په جریان کې په اففانستان کې د امنیت په تامین او په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت په لاسته راوړنو خوښي وښوده.
هغې زیاته کړه، ملګرو ملتونو سازمان له افغانانو سره د مرستو د ادامې غوښتونکی دی او د افغانستان اسلامي امارت رهبري څخه هیله لري چې مستحقو خلکو ته د دې مرستو رسولو په موخه هراړخیزه همکاري وکړي.
مېرمن روزا اوتنبایوا د دوحې د دریمې ناستې او د دوحې ناستې د تفاهمونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې دې سازمان له اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې، له ناچاودلو ماینونو څخه د ځمکې د پاکولو، د چاپیریال ساتنې او نورو برخو کې ډېرې برنامې لري چې د هغو عملي کول د اسلامي امارت همکارۍ او په دې هیواد کې د ستونزو او ننګونو د له منځه وړلو په موخه د مسوولینو کوښښونو ته اړتیا لري.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان معاونیت پلاوي مشرې او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال له افغانانو سره د ملګرو ملتونو سازمان د مرستو او له نورو هیوادونو سره د افغانستان د اړیکو د ښه والي په موخه د یاد پلاوي د هڅو قدرداني وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، د اسلامي امارت د مشرانو او مسوولینو د کوښښونو په پایله کې بشپړ امنیت تامین شوی، د نشه يي توکو کښت، قاچاق، استعمال او سوداګري له منځه تللې او اداري فساد ختم شوی او د اسلامي امارت رهبري په ټول توان د اقتصادي ودې، ځوانانو ته د کاري فرصتونو رامنځته کولو او په بېلابېلو سیمو کې د پراختیایي پروژو په تطبیق کې کوښښ کوي او د ملګرو ملتونو سازمان او نورو مرستندویه بنسټونو څخه غواړو چې د روغتیا، ښوونې او روزنې، کرنې او نورو برخو کې همکاري وکړي.
محترم مولوی عبدالسلام حنفي وویل، موږ په ملګرو ملتونو سازمان کې اسلامي امارت د افغانستان د څوکۍ د ورکړې، د تحریمونو د ختمولو، له تور نوملړ څخه د اسلامي امارت د مشرانو د نومونو د حذف او همدارنګه د ټولو بندیزونو د لیرې کېدو غوښتونکي یوو. هغه زیاته کړه، موږ په دې باور یوو چې دا محدودیتونه نه یوازې ګټور نه دي، بلکې د نړۍ نورو هیوادونو سره د افغانستان پر اړیکو منفي اغېز کوي . نو لازمه ده چې په ګډو هڅو او نرمۍ ستونزې او ننګونې لیرې شي.