د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت او عربي متحده اماراتو د ګاک کمپنۍ تر منځ «د هوايي لارښوونو خدمتونو» قرارداد لاسلیک شو

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت او عربي متحده اماراتو د ګاک کمپنۍ تر منځ «د هوايي لارښوونو خدمتونو» قرارداد لاسلیک شو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت او عربي متحده اماراتو د ګاک کمپنۍ تر منځ «د هوايي لارښوونو خدمتونو» قرارداد لاسلیک شو. د دغه قرارداد د لاسلیک کېدو پر مهال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، څه مهال مخکې زموږ په حضور کې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت او د متحده عربي اماراتو د ګاک کمپنۍ تر منځ د هېواد د درېیو مهمو هوايي ډګرونو کابل، کندهار او هرات د ځمکنیو خدماتو چمتو کولو قرارداد لاسلیک شو، چې پر اساس یې بېرته ځینې نړیوال پروازونه پيل شول او له شکه پرته دې چارې د هېواد پر اقتصاد مثبت اغېز درلود. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، د هېواد د اقتصادي پياوړتیا په موخه دا دي موږ نن له ګاک کمپنۍ سره د هوايي لارښوونو خدمتونو قرارداد لاسلیک کوو. د یادولو وړ ده چې د دغه قرارداد له تطبیق سره به هغو الوتکو ته چې د افغانستان له فضا څخه تیریږي او یا په نړیوالو هوايي ډګرونو کې ناسته کوي، د هوايي لارښونې چوپړتیاوې د نړیوالو معیارونو مطابق وړاندې کیږي، د الوتکو مصئونیت له دې پلوه خوندي او د عبوري پروازونو د عوایدو سرچینه به یو ځل بیا پرانیستل شي. دغه تړون د دواړو لورو تر منځ مشترک‌المنافع حیثیت لري، چې په دوو پړاوونو کې به په لسو کلونو کې ترسره شي. د دغه قرارداد له مخې به د افغانستان هوايي ډګرونه په معیاري او سټنډرډ تجهیزاتو سمبال او د ګاک کمپنۍ له لوري به د هوايي لارښوونو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې افغانانو ته روزنه ورکول کېږي.