په دې ناسته کې د خوست قومي مشرانو د خلکو د ستونزو د حل په برخه کې د اسلامي امارت له هڅو په مننې وویل، د ریاست الوزراء د کفیل او سیاسي معاونیت په همکارۍ یې په سیمو کې ګڼې انکشافي پروژې پیل شوې دي.
هغوی له اسلامي امارت سره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل، په لرو پرتو سیمو کې لا هم خلک لومړنیو خدماتو ته لاسرسی نه لري او په دې برخه کې دې لا ډېر کار وشي.
یادو قومي مشرانو د خوست د اوسېدونکیو ستونزې او وړاندیزونه په لیکلي ډول د ریاست الوزراء له کفیل سره شریک کړل.
د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د خوست قومي مشرانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، اسلامي امارت هڅه کوي چې په راتلونکي کال کې په لرو پرتو سیمو کې د بنسټیزو او پراختیايي پروژو د پلي کولو په موخه انکشافي بودیجه زیاته کړي.
هغه وویل، د لومړنیو خدماتو رسول او د بنسټونو رغاول د اسلامي امارت په لومړیتوبونو کې دي او ټولې دولتي ادارې په دې برخه کې ځانګړې پاملرنه لري.