په شمالي ولایتونو کې د زلزلې له امله متأثره شویو کورنیو ته د اسلامي امارت د غمرازۍ پيغام

په شمالي ولایتونو کې د زلزلې له امله متأثره شویو کورنیو ته د اسلامي امارت د غمرازۍ پيغام

په ډیره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې تیره شپه په سمنګان، بلخ، بغلان، کندز او ځینو نورو ولایتونو کې د زلزلې له امله زموږ یو شمیر افغانان شهیدان او ګڼ شمیر ټپيان شوي، ډیری کورونه هم نړیدلي او مالي زیانونه اوښتي دي. 

انا لله و انا الیه راجعون 

اسلامي امارت له متأثره شویو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي، شهیدانو ته فردوس جنت، ټپيانو ته عاجله شفا غواړي، کورنیو او خپلوانو ته يې تسلیت وايي.

همدا ډول د اسلامي امارت اړوندو مسئولینو په شمول ټولو مربوطه اداروته لارښوونه کیږي چې هرڅه ژر سیمې ته خپلې طبي، خوراکي او نورې مرستې ورسوي، د باقي خلکو د نجات لپاره هڅه وکړي، د کورونو، خیمو او نورو اړوندو اړتیاوو په اړه لازم اقدامات ترسره کړي. 

له الله تعالی څخه غواړو چې له نورو دا ډول افاتو څخه موږ مصئون وساتي او د بیګا شپې متأثره شوو ته جمیل صبر او جزیل اجر ورکړي. والسلام 

د افغانستان اسلامي امارت

۱۲/۵/۱۴۴۷هـ ق

۱۲/۸/۱۴۰۴هـ ش ــ 2025/11/3م