بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد لله رب العلمین و الصلوة و السلام علی أشرف المرسلين سیدنا محمد و علی آله و صحبه و من تبعهم باحسان الی یوم الدین. قال الله تبارک و تعالی: مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا (۲۳) الاحزاب. صدق الله العظیم. وبعد:
د ایران په پلازمېنه تهران کې د اسلامي مقاومت حرکت (حماس) د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیة شهادت له زړه ودردولم. صهونیستي رژیم داسې مهال شهید اسماعیل هنیة په نښه کړ چې هغه د یوه حکومت میلمه او د حماس مشر مرکچي و. د داسې یوه شخصیت په نښه کول د ټولو مروجو نړیوالو نورمونو شدید نقض دی او ښيي چې دښمنان په روانه جګړه کې هیڅ اصل ته درناوی نه لري. له لسو میاشتو راهیسې په غزه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د نسل وژنې په تړاو د غربي بنسټونو او بشري حقونو د مدعي سازمانونو چوپتیا د دغو ادارو حقیقت څرګند کړ.
په شهید اسماعيل هنیة دغه بزدلانه حمله په تر ټولو کلکو ټکو غندم الله تعالی دې شهید هنیة او د غزې ټول شهیدان د بدر او أحد له شهداوو سره حشر کړي. د الله جل جلاله پر حقه وعده باور لرو چې دا قربانۍ به رنګ راوړي.
د صهیونیستي رژیم له دغه ښکاره جنایت څرګنديږي چې د فلسطینیانو د نسل وژنې سره سره رژيم د غزې په جګړه کې کومه پاموړ نظامي لاسته راوړنه نه لري. له دې امله صهیونیستي رژيم د خپلې ناهیلۍ د پټولو لپاره د حماس د سیاسي دفتر مشر په نښه کړ، په دې کې شک نشته چې د شهید اسماعيل هنیة شهادت د اسلامي امت لپاره ستره ضائعه ده. خو باور لرو چې د حق او آزادۍ لپاره به د فلسطیني ملت مقاومت دوام لري.
په پای کې یو ځل بیا د نړۍ او سیمې په اغیزناکو لوریو غږ کوم چې په غزه کې د صهیونیستي رژیم د لا زیاتو جنایتونو مخه ونیسي او پرې نږدي چې د غزې د جګړې اور ټوله سیمه ونیسي. د دې غمیزې د غځېدا او پراختیا ټوله پړه د صهیونیستي رژیم او د هغوی د ملاتړو په غاړه ده.
والسلام
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء
الحاج ملا محمد حسن آخند