په ډیره خواشینۍ سره مو د فلسطین د جهادي حرکت حماس د کتائب القسام فوځي څانګې ویاند حذیفه الکحلوت (ابوعبیده)او یو شمیر نور مشرانو د شهادت خبر تر لاسه کړ چې نن یې رسما د حماس جهادي غورځنګ له خوا اعلان وشو.
انالله و اناالیه راجعون
د الله تعالی په لاره کې شهادت د مسلمانانو وروستی او لوی آرمان دی، موږ یاد شهیدان لکه د اسلام د لارې د نورو شهیدانو غوندې بریالي او خپل ستر هدف ته رسیدلي بولو.
د شهادت له امله یې د حماس اسلامي غورځنګ، کورنیو او ټولو متعلقینو ته تسلیت وایو، ټولو ته له الله تعالی څخه جمیل صبر او اجر غواړو او د نوموړو شهیدانو لپاره له الله تعالی څخه د جنت لوړ مقامات غواړو.
الله تعالی ته دعا کوو چې د دغو او نورو شهیدانو د سپيڅلو وینو په برکت د فلسطین مقدسه خاوره د صهیونیستي اشغالګرو له اشغال او ظلم څخه خلاصه کړي او ظالمان د ابد لپاره هلاک او ناکام وګرځوي. آمین یا رب العلمین
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۹/۶/۱۴۴۷هـ ق
۹/۱۰/۱۴۰۴هـ ش ــ 2025/12/29 م