د اسلامي ادب او فرهنګ په وده کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي د ونډې کنفرانس ته د ا.ا.ا د رئیس الوزرا پیغام

د اسلامي ادب او فرهنګ په وده کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي د ونډې کنفرانس ته د ا.ا.ا د رئیس الوزرا پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم
نحمده و نصلي على رسوله الكريم. أما بعد:
زموږ هیواد افغانستان د سترو دیني علماء کرامو، صوفیانو، شعراوو او بیلابیلو علمي او روحاني شخصیتونو د زیږېدو ځای او ټاټوبی دی. له دې جملې یو ستر شخصیت مولانا جلال الدین محمد بلخي دی، چې د اوومې هجري پیړۍ په لومړیو کې د افغانستان په بلخ کې په یوه علمي کورنۍ کې زیږیدلی دی. مولانا جلال الدین محمد بلخي لا ځوانۍ ته نه و رسیدلی چې کورنۍ یې له افغانستان څخه هجرت وکړ او وروسته یې ډېر عمر د ترکیې په قونیه کې تېر کړ.
د بلخ مولانا چې د افغانستان له نومیالیو مشاهیرو، علمي او روحاني شخصیتونو څخه دی، د علومو له حاصلولو وروسته یې د دعوت، تدریس او سلوک له لارې د خپلو اثارو او اشعارو په واسطه اسلامي ادب، فرهنګ او نړۍ ته د قدر وړ خدمتونه کړي دي.
مولاناجلال الدین محمد بلخي ، د خپلو عالي افکارو، ګټورو او علمي اثارو له برکته نړیوال شهرت لري. تر ډېره د ده له نوم، تالیفاتو او علمي افکارو سره نه یوازې زموږ هیوادوال، یا یوازې د اسلامي نړۍ اوسېدونکي بلکې دنیاوال هم بلد دي.
مولانا جلال الدین محمد بلخي د ځلانده اسلامي ادب او فرهنګ د ودې، ترویج او پېژندنې په برخه کې ارزښتناک رول لوبولی. د نوموړي مشهور کتاب (مثنوي معنوي) چې د زرګونو بیتونو مجموعه ده په نړیواله سطحه له شهکارو ادبي او عرفاني آثارو شمېرل کیږي.
افغانستان په بېلابېلو تاریخي دورو کې په خپله غېږ کې د مولانا بلخي په څېر ډېر داسې نومیالي مشاهیر، مفکرین او نوابغ روزلي چې نه یوازې د ګران افغانستان ویاړ ګڼل کېږي، بلکې اسلامي امت او نړۍ ته یې هم ډېر خیر رسېدلی او د بشري ټولنې او اسلامي تمدن، ادب او فرهنګ په وده کې یې مهم نقش لوبولی.
د مولانا جلال الدین بلخي د ژوند او شخصیت په بېلابېلو ابعادو پوهېدل د څېړونکو، لیکوالو او پوهانو لا زیاتو څېړنو ته اړتیا لري. له دوی څخه مې غوښتنه ده چې د مولانا جلال الدین محمد بلخي د شخصیت بېلابېلو ابعادو پیژندلو او د اسلامي ادب او فرهنګ د ودې په برخه کې د نوموړي ارزښتناک رول لا ډېر روښانه کړي، ترڅو ځوان نسل د خپل هیواد دغه نومیالی روحاني او عرفاني شخصیت لاښه وپېژني او له لارښوونو او علمي افکارو یې ګټه واخلي.
د علومو اکاډمۍ مسؤلینو او د دغه څېړنیز او علمي سیمینار جوړونکو او ګډونوالو ته دې خدای تعالی اجرونه ورکړي چې د اسلامي ادب او فرهنګ د ځلانده ستوري مولانا جلالالدین محمد بلخي د ادبي او فرهنګي خدمتونو په مناسبت یې دغه مهم کنفرانس جوړ کړی.
زما یقین دی چې ادب پوهان، څېړونکي، د مولانا بلخي مینه وال او ویناوال به د هغه د شخصیت، افکارو، اشعارو، ادبي او فرهنګي خدمتونو په اړه هراړخیزې، مفصلې او ارزښتناکې خبرې وکړي. خدای تعالی دې سعادت او کامیابي د دوی په نصیب کړي.
و من الله التوفیق
الحاج ملا محمدحسن اخند
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء