جمهور رئیس غني د نیوز لېنډ د سفیر باورلیک ومانه

جمهور رئیس غني د نیوز لېنډ د سفیر باورلیک ومانه

۱۳۹۴ل کال د غبرګولي ۲۱

د افغانستان د اسلامي جمهور ریت جمهور رئیس محمد اشرف غني  د نیوز لېنډ د نا استوګن سفیر ښاغلي ایامون اوشوانسي باورلیک په داسې حال کې چې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي صلاح الدین رباني هم حضور درلود،  د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه.

د باورلیک د مراسمو له وړاندې کولو وروسته چې نن له غرمې مخکې  په ارګ کې ترسره شو،  دواړو لوریو په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو په پراختیا خبرې وکړې.

د هېواد جمهور رئیس له افغانستان سره د نیوز لېنډ د مرستو او د  ناټو په چوکاټ کې د هغه هېواد د ځواکونو له ونډې مننه وکړه او په افغانستان کې یې د دوی د ځواکونو هلې ځلې وستایلې.

جمهور رئیس وویل، د دواړو هېوادونو تر منځ د مرستو نوی څپرکی پیل شو او موږ لېواله یوو چې نیوزلېنډ د لبنیاتو او غوښې  د تولید په معیاري کولوکې له موږ سره خپلې تجربې شریکې کړي، ځکه زموږ موخه داده چې د کوکنارو د معیشت پرځای مناسب بدیلونه ولرو.

جمهور رئیس زیاته کړه د افغانستان د دولت له موخو څخه یوه هم داده چې د هېواد په سوداګرۍ کې توازن رامنځته کړي او ښایي تر راتلونکو دوو کالو پورې زموږ اویا په سلو کې سوداګري د خزر بحیرې له لارې ترسره شي.

جمهور رئیس غني یادونه وکړه چې سوله او ثبات د افغانستان د حکومت او خلکو اساسي غوښتنه ده او په دې برخه کې سیمه ییزه همکاري یوه څرګنده اړتیا ده، څو د افراطیت او ترهګرۍ ستونزه چې لمن یې د افغانستان  تر پولو څخه پراخه ده، په منطقي ډول حل شي.

د نیوزلېنډ سفیر په افغانستان کې د خپل ماموریت په اړه خوښي وښوده او وې ویل چې هېواد یې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې غیر دایمي غړیتوب لري او هلته به د افغانستان د داعیې لپاره خپل غږ پورته کړي.

جمهور رئیس د دغې کتنې  په پای کې د نیوزلېنډ نااستوګن سفیر ته په نوي ماموریت کې د بریالیتوب هیله وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې یوه ورځ د نیوزلېنډ وګړي بامیانو او د افغانستان ټولو ښکلو ځایونو  ته راشي او د خپلو مرستو اغېز له نږدې وګوري.