۱۳۹۴ل کال د غبرګولي ۲۱
د افغانستان د اسلامي جمهور ریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د نیوز لېنډ د نا استوګن سفیر ښاغلي ایامون اوشوانسي باورلیک په داسې حال کې چې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي صلاح الدین رباني هم حضور درلود، د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه.
د باورلیک د مراسمو له وړاندې کولو وروسته چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شو، دواړو لوریو په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو په پراختیا خبرې وکړې.
د هېواد جمهور رئیس له افغانستان سره د نیوز لېنډ د مرستو او د ناټو په چوکاټ کې د هغه هېواد د ځواکونو له ونډې مننه وکړه او په افغانستان کې یې د دوی د ځواکونو هلې ځلې وستایلې.
جمهور رئیس وویل، د دواړو هېوادونو تر منځ د مرستو نوی څپرکی پیل شو او موږ لېواله یوو چې نیوزلېنډ د لبنیاتو او غوښې د تولید په معیاري کولوکې له موږ سره خپلې تجربې شریکې کړي، ځکه زموږ موخه داده چې د کوکنارو د معیشت پرځای مناسب بدیلونه ولرو.
جمهور رئیس زیاته کړه د افغانستان د دولت له موخو څخه یوه هم داده چې د هېواد په سوداګرۍ کې توازن رامنځته کړي او ښایي تر راتلونکو دوو کالو پورې زموږ اویا په سلو کې سوداګري د خزر بحیرې له لارې ترسره شي.
جمهور رئیس غني یادونه وکړه چې سوله او ثبات د افغانستان د حکومت او خلکو اساسي غوښتنه ده او په دې برخه کې سیمه ییزه همکاري یوه څرګنده اړتیا ده، څو د افراطیت او ترهګرۍ ستونزه چې لمن یې د افغانستان تر پولو څخه پراخه ده، په منطقي ډول حل شي.
د نیوزلېنډ سفیر په افغانستان کې د خپل ماموریت په اړه خوښي وښوده او وې ویل چې هېواد یې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې غیر دایمي غړیتوب لري او هلته به د افغانستان د داعیې لپاره خپل غږ پورته کړي.
جمهور رئیس د دغې کتنې په پای کې د نیوزلېنډ نااستوګن سفیر ته په نوي ماموریت کې د بریالیتوب هیله وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې یوه ورځ د نیوزلېنډ وګړي بامیانو او د افغانستان ټولو ښکلو ځایونو ته راشي او د خپلو مرستو اغېز له نږدې وګوري.