په افغانستان کې اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ

صنعت او سوداګرۍ د یو هېواد د اقتصاد دوه اساسي فکټورونه دي، چې د هېوادونو د ودې او پرمختګ کچه هم په دې پورې تړلې ده، تر سیاسي تحولاتو وروسته د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي، چې د کورنیو صنایعو د ودې په پار د سیمې او نړۍ هېوادونو سره اړیکې پراخې کړي، څو د خصوصي سکټور په همکارۍ د افغانستان تولید شوي صنایع په نړیوالو بازارونو کې وپلوري او له دې لارې د کورني عوایدو کچه لوړه کړي.