په اقتصادي کنفرانس کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر د وينا ټکي

په اقتصادي کنفرانس کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر د وينا ټکي

بسم الله الرحمن الرحیم

د مجلس ټولو ګډونوالو ته سلامونه او نیکې هیلې

هر ښاغلي او آغلي په خپل نوبت سره د اړوندو امورو په اړه ښې خبرې وکړې. موږ د نړیوالو همکارانو څخه د زړه له کومې مننه کوو چې د افغانستان د اسلامي امارت د اقتصادي لیدلوري هرکلی یې وکړ.زه ډېر څه ویل نه غواړم، فقط د ځینو شیانو بیا ذکر کول او یادآوري کول غواړم. افغانستان چې په کوم بشري وضعیت کې قرار لري، د نړۍ ټول بشردوستان یې ویني او په ورځني ډول تبصرې هم پرې کوي. خو دې حالت ته په کتلو چې په عمل کې د نړیوالو له لورې څه کیږي، ډېر کم دي او د افغانستان ستونزه پرې نشي حل کېدلی. ملګرو ملتونو او نړیوالو مرسته ورکوونکو سازمانونو چې د بشردوستانه مرستو د دوام تر څنګ د افغانستان د پراختیایي اړتیاوو لکه د کلیو پراختیا او خلکو د معیشت پر جوړولو ټینګار وکړ، موږ یې هرکلی کوو.موږ دا ګڼو چې ټولو نړیوالو بشري ادارو د افغانستان مشکل درک کړی دی، بناء له ټولو په ځانګړي ډول ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کوو چې د افغانستان په باب د خپل مسئولیت په اداء کولو کې نور تأخیر ونه کړي او د افغان ولس سره هغه څه وکړي چې د ابد لپاره یې مشکل پرې حل شي او افغانان د نوي روڼ راتلونکي په لور ګامونه واخلي.

 

 

 

خصوصي سکتور

په افغانستان کې خصوصي سکتور خپل ځانګړی حیثیت لري. که د هیواد خصوصي سکتور په پښو ودرول شي نو امید دی چې د افغانستان د اقتصاد ستونزه به تر ډېره حده ورسره حل شي. لکه څنګه چې په لرلید کې بیان شوي دي، زموږ هدف په اوږدمهال کې د افغانستان خودکفایي ده او دا خودکفایي د خصوصي سکتور د ملاتړ، د کرهنې، کانونو او ترانزیټ او سیمه ییزو همکاریو په برخه کې د پانګونې له لارې عملي کېدای شي. زموږ د لیدلوري سره سم چې حنفي صاحب تشریح کړ موږ د دې وړاندیز هرکلی کوو چې پر خصوصي سکتور ولاړ اقتصاد رامنځته شي او د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې د پانګوالو په ځانګړې توګه د کوچنیو او متوسطو پانګه اچونو د ملاتړ لپاره لازم سهولتونه برابر کړي او د دوی د پانګونو لپاره د امن ډاډ ورکړي.خصوصي سکتور د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مهم رول لري او حالا یې هم په مستقیم او غیر مستقیم ډول یو نیم ملیون کسانو ته د کار کولو زمینه مساعده کړې ده. د افغانستان د خصوصي سکتور د پرمختګ او پیاوړتیا لپاره د افغانستان د نوي اسلامي حکومت تر څنګ باید سیمه ییز او نړیوال هیوادونه او شرکتونه هم دې مجال ته را وړاندې شي تر څو د افغانستان د اقتصاد د راپورته کولو په پروسه کې په داسې ډول سهیم شي چې هم افغانستان پر خپلو تولیداتو او تجارت یو متکي هیواد شوی وي او هم یې په خپلو فعالیتونو کې چاپېریالي دستورالعملونو ته خاصه پاملرنه کړې وي او د افغانستان هوا او اوبه یې له ککړتیا څخه ژغورلي وي.

د افغانستان اسلامي امارت د ټرانزیټ او د سیمه ییزو همکاریو څخه رامنځته شویو پروژو لکه ټاپي، ټاپ، کاسا زر او ریل و پټلۍ د پلي کولو لپاره ژمن او هر ډول همکاریو ته چمتو دی.

د بانکونو موضوع

په ننني عصر کې بانکونه د یو هیواد په اقتصادي ډانچه کې د ملا تیر بلل کیږي. که د یو هیواد بانکي سسټم ړنګ شي، نو په اتوماتیک ډول یې اقتصاد ورسره نړیږي چې له امله یې په هغه هیواد کې ناامني، د خلکو فرار، مهاجرتونه او نور مشکلات زیږي. د افغانستان مهم او ستراتیژیک موقعیت ته په کتلو به د داسې ناخوالو د رامنځته کېدلو اغېز یوازې تر افغانستان پورې محدود نه وي، بلکې سیمه ییزو او نړیوالو هیوادونو ته به یې هم تأثیر غځیږي.

بناء موږ غوښتنه لرو  چې نړیوال د افغانستان  بانکونو ته نغدې پیسې برابرې کړي

  • له نېکه مرغه د الودیعة اسلامي بانکي سیستم د افغانستان بانک له خوا معرفي شوی دی او موږ هیله مند یو چې په ګټو کې د زیاتوالې له لارې د بانکونو ستونزې تر یو ځایه حل کړي.
  • د کنفرانس ګډونوالو په تېره بیا خصوصي سکتور په یوه غږ د اقتصادي بندیزونو د لرې کولو او د کنګل شویو شتمنیو د آزادولو غوښتنه وکړه، چې موږ یې هرکلی کوو
  • د دې شتمنیو د آزادولو زیاتره ګټه خصوصي سکتور، بانکي سکتور او د افغانستان خلکو ته رسیږي.
  • د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او نورو نړیوالو همکارانو څخه د اقتصادي بندیزونو د لرې کولو او د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د آزادولو په لار کې د ترسره شویو هلو ځلو ځانګړې مننه کوو.
  • له ملګرو ملتونو څخه هیله لرو چې افغانستان ته انتقال شوې بشردوستانه فزیکي پیسې د افغانستان د نورو تجارتي بانکونو له لارې هم توزیع شي، تر څو دا کار پر خصوصي بانکونو د خلکو د لا زیات باور سبب وګرځي.
  • موږ د امریکا د خزانې وزارت له خوا د صادرو شویو مجوزو هرکلی کوو، خو غوښتنه مو داده چې راتلونکې مجوزې د خصوصي سکتور په برخه کې د سیمه ییزو هیوادونو پانګونو ته لاره اواره کړي. او دا غوښتنه هم کوو چې راتلونکې مجوزې د افغانستان د تجارتي بانکونو معاملې له میانجي بانکونو سره تسهیل کړي.

د زراعت موضوع

افغانستان یو زراعتي هیواد دی او د زراعت لپاره مناسبه ځمکه او اوبه لري. خو تر اوسه لا د هیواد زراعت ماشیني شوی نه دی او کار یې په ابتدایي او ساده وسائلو ترسره کیږي. د افغانستان نفوس ته په کتلو اړتیا ده چې په زراعت کې له پرمختللو وسائلو او آلاتو څخه کار واخیستل شي او په هغه پېمانه شي چې د افغان ولس لپاره د داخلي زراعت تولید کفایت وکړي او له بهر څخه د زراعتي شیانو د راواردلو چندانې ضرورت پاتي نشي.

کرهنه او کانونه د افغانستان د اسلامي امارت د لیدلوري د لومړیتوبونو په سر کې قرار لري. له همدې امله د افغانستان اسلامي امارت تیار دی چې د نورو مجالاتو تر څنګ په دې مجال کې هم د نړۍ او په ځانګړي ډول هغو زراعتي هیوادونو سره تعامل ولري چې له ماډرنو زراعتي وسائلو څخه برخمن دي، تر څو خپل هیواد له فقر او غذایي بې ثباتۍ څخه راوباسي.

  • د کورنیو او بهرنیو پانګوالو څخه غوښتنه کوو چې د کانونو او منرالونو، او نفتي موادو پر پلټنه پانګونه وکړي،
  • همداراز مو غوښتنه دا ده چې پر برق د انرژۍ او د ډبرو سکرو پر منابعو پانګونه وکړي ځکه چې دا کار د اټکل له مخې هر کال د ۳۰۰ میلیونه ډالرو سپما سبب ګرځي.
  • کورني او بهرني پانګه اچونکي وهڅول شي چې هیواد ته نوې ټکنالوژي او مهارتونه انتقال کړي څو د کاني موادو د پروسس او نړیوالو مارکیټونو ته د انتقال لپاره لازم تسهیلات رامنځته کړي.
  • د چين د ولسي جمهوریت نه منندوی يو چې خپله علاقمندي يې د طبي بوټو او زراعتي محصولاتو کې د پانګونې لپاره وښودله.
  • د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې د کرهنې او صنعت سکتورونو تر منځ تړاو رامنځته کړي.
  • موږ ټول تخصصي کادرونه حفظ او مناسبه فضا ورته برابرو.

د اقتصاد په نني کنفرانس کې په ملي او بین المللي کچه دا ډاډ ورکوو چې اسلامي امارت د خلکو له اقتصادي ستونزو او ننګونو څخه خبر دی او ژمن دی چې په دې اړه مناسب پروګرامونه او تګلارې په کار واچوي.

له توجه څخه مو مننه