عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ټولو ولایتونو له والیانو سره غونډه ترسره کړه

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ټولو ولایتونو له والیانو سره غونډه ترسره کړه

بسم الله الرحمن الرحیم

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په کندهار کې د ټولو ولایتونو له والیانو سره غونډه ترسره کړه.

غونډه د قرآن کریم په مبارکو ایتونو سره پیل شوه، وروسته عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی والیانو ته د ښې اسلامي حکومتولۍ، خپلو مسئولیتونو ته د پاملرنې، د جهاد په نتیجه کې د راغلي اسلامي نظام د ساتنې او د مجاهدینو د قربانیو د اساسي هدف چې د مقدس شریعت تطبیق دی، په اړه هر اړخیزه وینا وکړه.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په خپله وینا کې دوی ته وویل چې تاسو د جهاد د میدان اولني فاتحین یاست، د جنګ په لومړۍ کرښه کې به تاسو واست، ستاسو تر قومندې لاندې په لسګونو او سلګونو مجاهدین شهیدان شوي دي، د دوی ارمانونو ته تحقق ورکړئ، اسلامي نظام ټینګ کړئ، د شریعت قانون پلی کړئ او الهي احکام را ژوندي کړئ، هیچاته اجازه مه ورکوئ چې په ولایتونو کې غیر شرعي کړنې ترسره کړي، د خلکو عقیدوي او فکري اصلاح ته لازمه توجه وکړئ او د علماوو سره تعلق وساتئ، علماء په اعتماد کې وساتئ او د دین په تنفیذ کې مشورې او کار ځنې واخلئ، د ځوان نسل روزنې ته ښه توجه وکړئ او په اسلامي روحیه سمبال نسل وروزئ.

په پای کې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ټولو والیانو څخه د نظام د ساتنې او شریعت د تطبیق اړوند نظرونه واورېدل او په اړه یې دوی ته لازم هدایات وکړل.

غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویاند

۱۶/۲/۱۴۴۶ھ ق

۳۰/۵/۱۴۰۳هـ ش ــ 2024/8/20 م