‏د اسرائیلي چارواکو له لورې په اقصی مسجد کې د يهودي کنيسې جوړولو په تړاو د افغانستان اسلامي امارت اعلاميه ‏

‏د اسرائیلي چارواکو له لورې په اقصی مسجد کې د يهودي کنيسې جوړولو په تړاو د افغانستان اسلامي امارت اعلاميه ‏

‏د افغانستان اسلامي امارت د اسرائیلو صهيونيستي رژيم د چارواکو هغه څرګندونې په کلکو ټکو غندي چې ويلي یې وو د اقصي مبارک مسجد په دننه کې به يهودي کنيسه جوړوي.

‏دغسې څرګندونې په ډاګه کوي چې صهيونيستي رژيم نه يوازې دا چې هيڅ نوع مقدساتو، نړيوالو قوانينو او اصولو ته درناوی نلري، بلکه په ډيره ناسنجیده توګه دغه ټول اصول، قوانين او ارزښتونه تر پښو لاندې کوي او د مسلمانانو د لومړۍ قبلې او سپيڅلي مسجد اقصی په اړه د داسې غاصبانه څرګندونو په کولو د نړۍ د ټولو مسلمانانو احساسات پاروي.

‏د افغانستان اسلامي امارت د اقصی په ګډون د فلسطين ټوله خاوره د فلسطینیانو حق ګڼي او اقصی د مسلمانانو د لومړۍ قبلې په توګه پيژنې، په قدس شريف کې د اسرائيلي غاصب رژيم هر ډول تصرف غير قانوني او د منل شوو واقعاتو خلاف عمل دی.

‏موږ يو ځل بيا د اسلامي نړۍ پر واکمنانو او د نړۍ په هيوادونو او سازمانونو غږ کوو چې پر فلسطين د غاصب صهيونيستي رژيم د ناروا وحشيانه يرغل په وړاندې ودريږي او په غزه کې د روانې ټولوژنې او بشري جنايتونو مخه ونيسي، همدا ډول اسرائیلي غاصب چارواکي هم له دا ډول غیر مسئولانه څرګندونو څخه را وګرځوي.                  ‏

د افغانستان اسلامي امارت

‏۱۴۴۶/۲/۲۳ هـ ق

‏۱۴۰۳/۶/۶ هـ ش

‏2024/08/27م