د فلسطین د اسلامي غورځنگ (حماس) د سیاسي مشر یحیی السنوار د شهادت په اړه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د تعزيت پیغام

حامدا و مصلیا امابعد:

قال الله تعالی:

اعوذ بالله من الشیطن الرجیم 

بسم الله الرحمن الرحیم 

مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عٰهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ ۖ فَمِنْهُم مَّن قَضٰى نَحْبَهُۥ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ ۖ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا

سُوۡرَةُ الاٴحزَاب : ۲۳

په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د حماس اسلامي غورځنګ مشر یحیی ابراهیم حسن السنوار د اسرائیلي صهیونیستي اشغالګرو په یوه حمله کې په شهادت رسیدلی.

إنالله و إنا إليه راجعون 

د الله تعالی په لاره کې شهادت د هر مسلمان بیا په تېره د جنګیدونکي مجاهد ستر ارمان وي، موږ د اتل مجاهد ورور، یحیی سنوار د شهادت له امله د حماس اسلامي تنظیم، ټولو مجاهدینو او خصوصا د فلسطین مظلوم او مجاهدو خلکو ته تسلیت وایو. 

الله تعالی دې د مرحوم سنوار شهادت قبول کړي، کورنۍ، ټولو دوستانو او متعلقینو ته دې یې جمیل صبر او جزیل اجر ورکړي.

اسرائیلي اشغالګر باید هیره نه کړي چې د مجاهدو مشرانو شهادتونه به لا هم د دښمن په وړاندې جهادي مبارزه تونده او څو برابره تقویه کړي ان شاءالله تعالی.

موږ د نړۍ له ټولو مسلمانانو څخه غواړو چې د فلسطین د مظلومو خلکو له داعیې څخه ملاتړ وکړي، د هغوی تر شا ودریږي او دغه مشترک الهي مکلفیت چې ټولوته راجع دی اداکړي.

اللهم أجرنا فی مصیبتنا واخلف لنا خيرًا منها

د افغانستان اسلامي امارت

۱۵/۴/۱۴۴۶هـ ق

۲۷/۷/۱۴۰۳ هـ ش ــ 2024/10/18م