د امریکايي اشغال د پيل د ۲۳ مې کلیزې په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

د امریکايي اشغال د پيل د ۲۳ مې کلیزې په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

له نن څخه ۲۳ کاله وړاندې امریکا په خورا ظلم او وحشت سره پر افغانستان تجاوز وکړ.

امریکايي اشغال شل کاله دوام وکړ او په افغانستان کې یې خورا ډیر ظلمونه وکړل، زرګونه بې ګناه مظلوم مسلمانان یې شهیدان، زخمیان، مهاجر او بې کوره کړل، زموږ اقتصاد ته یې سخت زیان واړاوه او خپل لاسپوڅي غلامان یې پر افغانانو مسلط وساتل.

خو په وړاندې یې افغان مسلمان او مجاهدو خلکو سخت غبرګون وښود، د اسلامي امارت په رهبرۍ کې خورا ستر جهاد ترسره شو او له شل کاله مجاهدې، مبارزې، قربانیو، صبر او استقامت څخه وروسته د الله جل جلاله په نصرت سره امریکايي اشغالګر مات او مجاهدین بریالي شول.الحمدلله والمنة

داچې نن الحمدلله امریکايي اشغال د الله جل جلاله په نصرت پای ته رسیدلی دی، اسلامي نظام حاکم شوی د خورا لوی شکر او خوښۍ ځای دی.

موږ په داسې حال کې چې د جهاد په سپیڅلې او مقدسه لاره کې ټولو شهیدانو، زخمیانو او ځوریدلو ته دعا کوو، خپلو مسلمانانو وروڼو ته وریادوو چې باید په راتلونکي کې هم د خپل دین او عقیدې څخه دفاع ته کلک چمتو واوسي او په دې لاره کې د خپلو سلفو لاره تعقیب کړي. والسلام

د افغانستان اسلامي امارت

۴/۴/۱۴۴۶هـ ق

۱۶/۷/۱۴۰۳هـ ش ــ 2024/10/7 م