په ترکیه کې د پاکستان اسلامي  جمهوریت سره د مذاکراتو په اړه د افغانستان اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

په ترکیه کې د پاکستان اسلامي جمهوریت سره د مذاکراتو په اړه د افغانستان اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د افغانستان اسلامي امارت د خپل دایمی اصولي دريځ په رڼا کې، چې د ډيپلوماسۍ او تفاهم له لارې د ستونزو حل غواړی ، پاکستاني لوري سره د ترکيې او قطر د وروڼو دولتونو په غوښتنه او منځگړيتوب په استانبول کې څو ورځې خبرې وکړې چې نن پای ته ورسېدې، د افغانستان اسلامي امارت په داسې حال کې چې د دې خبرو د منځګړیتوب او تسهیل په اړه د وروڼو هیوادونو ترکیې جمهوریت او قطر دولت څخه د زړه له تله مننه کوي لاندې موارد د یادونې وړ بولي:

الف: د افغانستان اسلامي امارت له پيله په ډيپلوماسۍ او تفاهم باور درلود، نو ځکه یې په رښتينولۍ او جدیت سره د مذاکراتو بهیر د یوه جامع او مسلکي ټيم په ټاکلو سره پيل او تر دې ځایه په پوره همکارۍ او زغم تعقیب کړ.

ب: د افغانستان اسلامي امارت له خپلو نورو گاونډيو هیوادونو سره د ښو اړيکو په څېر، له پاکستان سره هم مثبتې اړيکې غواړي او د دوه اړخیز درناوي، کورنيو چارو کې نه لاسوهنې او چاته د گواښ نه رامنځ ته کولو په اصولو ولاړو روابطو ته ژمن دی.

ج: د استانبول مذاکرات چې پيچلې پروسه یې درلوده د دې خبرو په تایید پای ته ورسیدل چې بیا به هم دواړه غاړې مجلس کوي او پاتې مسائل به تر غور او بحث لاندې نیسي. 

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۱۴۴۷/۵/۸ھ ق

۱۴۰۴/۸/۸ھ ش - 2025/10/30م