د جدې شپږم د پخواني شوروي اتحاد د یرغل د پيل د ورځې په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

د جدې شپږم د پخواني شوروي اتحاد د یرغل د پيل د ورځې په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

بسم الله الرحمن الرحیم

له نن څخه ۴۵ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ کال د جدې میاشتې په شپږم تاریخ د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو د خپلو څو تنو لاسپوڅو په ملتیا پر افغانستان تیری وکړ.

دا هغه وخت و چې د افغانانو دين، آزادي، آبادي او اجتماعي امنیت هرڅه له جدي خطر او تهدید سره مخ شول.

الحمدلله چې افغان میړني ولس د دغه تجاوز په وړاندې کرار نه کيناستی؛ بلکې په یوه غږ، اتحاد او زړورتوب سره د سرو لښکرو په وړاندې ودریدل او د جهاد په لاره کې له خپل سر، مال او هرڅه څخه تېر شول.

د افغانانو د قربانیو، هجرتونو، شهادتونو او جهادي ستومانیو په نتیجه کې د الله جل جلاله په نصرت سره ۹ کاله وروسته داسې ورځ هم راغله چې همدې مغرورو سرو لښکرو په افغانستان کې په ذلت سره ماته وخوړه او په ټیټ سر له افغانستان څخه وتښتیدل.

دا جریان ثابتوي چې افغانان په خپل دین مین خلک دي، خپله آزادي او استقلال ورته ارزښت لري او د خپلې عقیدې په دفاع کې له هرڅه څخه تېر دي. 

دا ویاړلی امت به همیشه همداسې سر لوړی، متحد او په خپل دین ولاړ پاتې وي. ان شاءالله تعالی 

اسلامي امارت د جدې پر شپږم د شوروي اتحاد یرغل غندي او په وړاندې یې د افغانانو په جهاد او سرښندنه افتخار کوي، له شوروي ښکېلاک څخه د آزادۍ او جهاد په لاره کې ټولو شهیدانوته د جنت لوړ مقامونه، زخمیانو او معیوب شوو ته اجرونه غواړي. 

او خپل راتلونکي نسلونه متوجه کوي چې همیشه باید د خپل دین او وطن څخه د دفاع په لاره کې د خپلو اسلافو لاره تعقیب او د هر ډول تجاوز او ظلم پر وړاندې په میړانه ودریږي. 

د افغانستان اسلامي امارت

۲۴/۶/۱۴۴۶هـ ق

۶/۱۰/۱۴۰۳هـ ش ــ 2024/12/26م