له انګریزي استعماره د افغانستان د خلاصون د ۱۰۵ مې کلیزې په مناسبت د اسلامي امارت اعلامیه

له انګریزي استعماره د افغانستان د خلاصون د ۱۰۵ مې کلیزې په مناسبت د اسلامي امارت اعلامیه

یوسل او پنځه کاله وړاندې پر دین مینو افغان مجاهدینو د الله جل جلاله په نصرت د انګریزي ښکېلاک په وړاندې د علماء کرامو په فتوی او رهبري د برتانوي اشغالګرو پر ضد جهادي مبارزه وکړه او د الله جل جلاله په نصرت سره یې په مکرر ډول یرغلګر انګریزان مات او له خپلي مقدسي خاوري څخه وشړل.

د انګریزي ښکیلاک په وړاندې زموږ د مجاهدو اسلافو نه ستړې کېدونکې جهادي مبارزه نه یوازې په افغانستان کې د ښکیلاک د ماتي سبب شوه، بلکې د سیمې او نړۍ په سطحه یې په ټولو اشغال شوو او استعمار ځپلو ملکونو کې ښکیلاک د ماتي سره مخامخ کړ.

اسلامي امارت د انکریزي ښکیلاک د ماتي د یو سلو او پنځمې کلیزې د رارسیدو له امله ټولو مجاهدو افغانانو او مسلمانانو وروڼو ته مبارکي وایې. 

الحمدلله چې د خپلو اسلافو په پیروي دا دی افغانان یوه پيړۍ وروسته هم د فتحي راوستلو او اشغال ختمولو روحیه لري چې اوس یې یو ځل بیا افغانستان له یو بل اشغال څخه هم خلاص کړ.

زموږ د نیکونو د جهادي کارنامو برکت دی، چې زموږ خلک په امتیازي ډول خپلو دیني او افغاني ارزښتونو ته ژمن پاته دي. 

 افغانان د قوي ایمان، زړورتوب او جهاد له برکته توانیدلی چې د برتانوي او شوروي یرغلګرو په څېر دالله تعالی په نصرت سره د امریکا په مشري غربي یرغل هم مات کړی او دادی غیورو افغان مجاهدینو لکه د یوې پيړۍ پخوا یو وار بیا د فتحي او خلاصون د اعادې بیرغ پورته کړ. الحمدلله والمنة

د افغانستان اسلامي امارت

۱۴/۲/۱۴۴۶هـ ق

۲۸/۵/۱۴۰۳هـ ش ــ 2024/8/18م