بسم الله الرحمن الرحیم
د دلوې ۲۶مه د افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د ماتې او خروج ۳۶مه کلیزه ده.
د افغانستان اسلامي امارت دغه ورځ د افغانستان په تاریخ کې یوه له ویاړه ډکه او د الله جل جلاله د شکر ورځ بولي او په مناسبت يې خپلو مسلمانو او مجاهدو وروڼو ته مبارکي وايي.
د پخواني شوروي اتحاد په وړاندې د ټولو افغانانو او مسلمانانو جهاد، مبارزې، قربانۍ، هجرتونه او تکلیفونه د دې سبب شول چې الله تعالی افغانانوته دا ویاړ را وبخښي چې د وخت شوروي اتحاد غوندې ستر قوت مات او له خپلې خاورې څخه یې ایستلوته اړ باسي.
دا چې په تېرو سلو کلونو کې درېيم ځل هم افغانستان نوی له اشغال څخه د الله جل جلاله په نصرت سره آزاد شوی، څرګندوي چې په افغانانو کې د استقلال غوښتنې حس لاهم قوي دی او زموږ مسلمانان د خپل دین د ساتنې لپاره کلک هوډ او تعهد لري.
د تیرو څه باندې سلو کلونو له پرلپسې یرغلونو او په مقابل کې یې د جهاد له کامیابۍ څخه باید په راتلونکي کې متجاوز جهتونه عبرت واخلي او د بیا ځل لپاره زموږ د آزادۍ او حریت په ضد ګام پورته نه کړي.
د افغانستان مسلمان او غیور خلک باید د تیر په څير په راتلونکي کې هم د هر ډول توطيئو او دسیسو په وړاندې بیدار و اوسي او د خپل کلک عزم او اسلامي وحدت په ساتلو سره د خپلو اسلافو لار تعقیب کړي او خپل دین، عقیده او خپلواکي وساتي. والسلام
د افغانستان اسلامي امارت
۱۵/۸/۱۴۴۶هـ ق
۲۶/۱۱/۱۴۰۳هـ ش ــ ۲۰۲۵/۲/۱۴ م