عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی نن سه شنبه د ارزګان ولایت د علماوو شورا او قومي مشرانو سره وکتل، غونډه د قرآن کریم په تلاوت پیل شوه، ورپسي د ارزګان د علماوو د شورا رئیس مولوي عبدالغفار صاحب، عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ته د ارزګان ولایت د وضعیت او په هغه ولایت کې د علماءکرامو د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندي کړل.
نوموړي زیاته کړه، د علماوو شورا کوښښ کړی چې د ارزګان ولایت ټولو سیمو ته د شیخ صاحب حفظه الله تعالی فرامین، احکام او توصیې ورسوي. د علماو شورا رئیس د ارزګان ولایت د خلکو مشکلات هم شریک کړل.
ورپسې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د مجلس ګډونوالو ته وینا وکړه، د ارزګان د علماوو د شورا فعالیتونه یې وستایل او زیاته یی کړه چې اوس د علماوو لپاره د خدمت ښه موقع برابره ده او علماء باید د خلکو د ذهنیت جوړولو او خلکو ته د دين رسولو په برخه کی زیات کوښښ وکړي،
همدا راز یې زیاته کړه، علماء مکلف دي چې د مربوطه ولایت د خلکو د ستونزو د حلولو او اختلافاتو د ختمولو پوره کوښښ وکړي او په اخیره کې امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ارزګان ولایت د مشکلاتو د حلولو ډاډ ورکړ.
مجلس نظام او خلکو ته د دعایې په لوستلو سره پایته ورسېد. والسلام
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد
۱۴۴۶/۸/۲۷ هـ.ش