له امریکايي اشغال څخه د افغانستان د خلاصون او فتحې د درېمې کلیزې په مناسبت د اسلامي امارت اعلامیه

له امریکايي اشغال څخه د افغانستان د خلاصون او فتحې د درېمې کلیزې په مناسبت د اسلامي امارت اعلامیه

له نن څخه درې کاله وړاندې په همدې ورځ (د اسد میاشتې په ۲۴مه) افغانستان له امریکايي اشغال څخه خلاص او مرکز کابل هم فتحه شو. الحمدلله والمنة 

دا ورځ د افغانستان په تاریخ کې یو له مهمو او ویاړلو ورځو څخه د فتح ورځ په نامه ثبت شوه چې له امله یې افغانستان له شل کلن اشغال او تجازو څخه خلاص شو.

د دې ورځې د راتګ لپاره زموږ مجاهدینواوخلګو خورا سترې او سختې قربانۍ ورکړې او زموږ دافغانانو د جهاد، مبارزې، صبر او استقامت په نتیجه کې د الله جل جلاله په نصرت سره د وخت ستر متجاوز قوت ماتې وخوړه او جهادي مبارزه مو بریالی شوه. الحمدلله

موږ د دغې سترې فتحې په مناسبت خپلو درنو مؤمنو او مجاهدینو وروڼو ته مبارکي وایو او د جهاد او مبارزې په لاره کې د دوی قربانۍ ستایو.

شل کاله د کفري اشغال دوام او په مقابل کې یې زموږ د خلګوشهادتونو او قربانیو زموږ د راتلونکونسلونو لپاره داسې ستر درس پريښود چې باید هيڅکله هیر نشي.

ژمنه کوو چې د افغانانو د سختو ستړیاو په مقابل کې لاسته راغلی اسلامي نظام چې تر سیورې لاندې یې د الله جل جلاله دین حاکم او شریعت عملی شوی، سوله او امن راغلی، خلک مو آرام شوي او د وطن د مادي او معنوي آبادۍ فرصت مهیا شوی کلک وساتو او په هر قیمت دفاع ترې وکړو.

ټول افغانان باید د دغه ستر نعمت یعنی فتحې او اسلامي نظام شکر ادا کړي، دا یو غنیمت وبولي او د حفاظت او حمایت لپاره یې همیشه چمتو او آماده واوسي. 

د جهاد څخه اصلي هدف اعلاء کلمة الله او د الله دین د الله تعالی پرځمکه حاکم کول و، اسلامي امارت هم له هرڅه څخه وړاندې د الله تعالی د دین او شریعت حاکمیت خپل اصلي مسئولیت او اولویت بولي او په دې کار کې د الله تعالی توفیق او نصرت او د خپلوخلګو مرسته او دوامداره همکاري غواړي.

له الله تعالی څخه غواړو چې په دغه ستر مسئولیت کې د اسلامي امارت رهبري او ټولو مسئولینو او افرادوته توفیق ورکړي او لکه څرنګه یې چې زموږ مجاهدینوته ستره فتحه ور نصیب کړه، په شریعت باندې هم التزام او استقامت ورکړي او د هر ډول شیطاني او انسي دسیسو او توطئو څخه يې محفوظ وساتي. امین یارب العلمین 

د افغانستان اسلامي امارت 

۱۰/۲/۱۴۴۶هـ ق 

۲۴/۵/۱۴۰۳هـ ش ــ 2024/8/14م