له نن څخه ۴۶ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ هـ ش کال د جدي په شپږم تاریخ د وخت شوروي اتحاد د افغانستان پر پاک حریم تجاوز او یرغل وکړ او خپل زرګونه اشغالګر پوځونه يې زموږ خاورې ته را دننه کړل.
د لس کلن اشغال او خورا سترو ظلمونو په نتیجه کې يې زموږ ملک افغانستان له هرې خوا زیانمن کړ، میلیونونه افغانان يې له خپل ملک څخه هجرت ته مجبور، شهیدان او معیوب کړل؛ خو لله الحمد په وړاندې يې زموږ غیورو او مسلمانو خلکو په میړانه سره جهاد وکړ، چې په نتیجه کې يې وروسته له لسو کلونو څخه شوروي سرو لښکرو په افغانستان کې د الله جلا جلاله په نصرت سره ستره ماتې وخوړه او زموږ مظلوم خلک يې له شر او اشغال څخه خلاص شول.
د تاریخ دغه ستره پيښه له یوې خوا دا پيغام لري چې باید د نړۍ هيڅ مغرور ځواک د افغانستان مسلمانو او غیورو خلکو په ایمان، ننګ او پخه اراده باندې شک ونه لري.
همدا ډول ثابتوي چې زموږ خلک که هرڅومره مظلوم او بیچاره واقع شي، خو د خپل رب جل جلاله د حکم (جهاد) په عملي کولو او د اشغال څخه د خپل وطن د خلاصولو او فتحه کې روڼ تاریخ لري چې په نیږدې يوه پيړۍ کې د دریو سترو قوتونو د اشغال څخه خلاصون فتحه او د هغوی مفتضحانه ماتې دا ستر حقیقت روښانه کوي.
اسلامي امارت په داسې حال کې چې زموږ په حریم باندې د پخواني شوروي اتحاد یرغل یوځل بیا غندي، پر خلګو غږ کوي چې د خپلې خاورې د ازادۍ او استقلال د ساتنې لپاره تل چمتو واوسي او هیچاته اجازه ورنکړي چې زموږ د اسلامي نظام، عقیدې، وطن، ارزښتونو او خلګو پر وړاندې شومې دسیسې او ناسمې ارادې عملي کړي.
اسلامي امارت به شپه او ورځ د خپلو دیني ارزښتونو، اسلامي نظام، وطن او مسلمانانو د دفاع او تحفظ لپاره خدمت او هڅو ته دوام ورکوي. ان شاءالله تعالی
د افغانستان اسلامي امارت
۶/۷/۱۴۴۷هـ ق
۶/۱۰/۱۴۰۴هـ ش ــ 2025/12/27م