د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت د قوانینو په اړه د یوناما او ځینو نورو جهتونو د اندېښنو په هکله د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت د قوانینو په اړه د یوناما او ځینو نورو جهتونو د اندېښنو په هکله د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی له لوري د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت د قوانینو له توشیح او په رسمي جریده کې د هغو له خپرېدو وروسته د یوناما په ګډون ځینې جهتونو بې اساسه اندېښنې وښودې.

موږ ټولو جهتونو ته وایو دغه شرعي قوانین چې یوه مقدمه، څلور فصلونه او ۳۵ مادې لري، له اسلامي مصادرو څخه په کې اخذ شوی او د اسلامي شريعت د حنفي فقهې په رڼا کې ترتيب شوي دي. د هر قانون، هرې مادې او فقرې تخريج يې د فقهې له معتبرو او منل شويو مصادرو څخه شوی، ټول مصادر او منابع يې هملته ورلاندې ليکل شوي.

که کوم غیرمسلم د دغو قوانینو په اړه اندېښنه ښیي او رد کوي، لومړی دې په اسلامي قوانینو ځان پوه کړي او د اسلامي ارزښتونو درناوی دې وکړي. موږ په اسلامي شریعت باندې داسې اعتراض د دوی ګستاخي بولو.

مسلمانان دې په دغو اسلامي قوانینو چې د شریعت احکام دي، ځانونه پوه کړي او له خپلو علماوو څخه دې په دې اړه پوښتنې وکړي. د مسلمان له لوري په دې قوانینو باندې رد یا انتقادکول له خپل دین څخه د بې خبرۍ په مانا دی او حتی د ایمان د زوال خطر لري.

افغانستان اسلامي هیواد دی او په اسلامي ټولنه کې اسلامي قوانین د اجرا وړ دي. د قران عظیم الشان د نصوصو په استناد پر نېکیو امر کول او له منکراتو څخه د خلکو منع کول د هر مسلمان او اسلامي حکومت وجيبه ده، نو په دې اساس امربالمعروف، نهي عن المنکر او د شکايتونو اورېدلو وزارت وظیفه لري چې دغه شرعي قوانین په ښه توګه عملي کړي.

د دغو اسلامي قوانینو د تطبیق په برخه کې دې هیڅوک هم اندېښنه نه لري، نه د چا په حق کې تېری او نه هم په چا ظلم او زیاتی کېږي. دغه قوانین به په مناسبو لارو تطبیقېږي. دا قوانین د هیچا لپاره هم محدودیت نه دي او په تطبیق کې یې له ډېرې نرمۍ څخه کار اخیستل کېږي. 

د بېلابېلو جهتونو دغه ډول بې ځایه اندېښنې د اسلامي امارت په دریځ کوم اغېز نشي لرلی،ځکه د شريعت د تطبيق او نفاذ لپاره مو بېسارې قربانۍ ورکړي او په دې برخه کې موږ د خپل مجاهد ملت او شهیدانو سپېڅلو ارمانونو ته متعهد یوو. 

ذبیح الله مجاهد

د اسلامي امارت ویندوی

۱۴۴۶/۲/۲۲ ه‍ـ.ق

 ۱۴۰۳/۶/۰۵ ه‍ـ.ش 2024/8/26م