۱۴۰۲ د غویي ۱۳
بسم الله الرحمن الرحیم
د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د اسلام ، هیواد او هیوادوالو ګټو ته ژمنو خبریالانو او د مطبوعاتو غړو ته مبارکي وایم.
د افغانستان اسلامي امارت د مطبوعاتو پر حقایقو او واقعیتونو بناء ازادۍ ته درنښت لري او عملاً یې په هېواد کې ورته اجازه ورکړې ده.
اسلامي امارت د هغو رسننیو او خبریالانو کار ته چې واقعیتونه خپروي او د ټولنې رښتیني انځور ته انعکاس ورکوي د قدر په سترګه ګوري او د هر راز همکارۍ ډاډ ورکوي.
اسلامي امارت په هېواد کې رغنده او د بیان سالم او اصلاح کوونکې ازادۍ ته ژمن دی او په عملي ډول یې زمینه ورته برابره کړې ده.
اسلامي احکام هم پر حقه وینا، د بیان پر سالمې ازادۍ او اصلاحي نیوکو امر کړی او دې ارزښتنو ته پر درنښت کولو ټینګار کوي.
موږ د بیان سالمه او رغنده ازادي او د مطبوعاتو پياوړي کول د ټولنې د اصلاح، د ولس او امارت ترمنځ د واټن کمولو او د ستونزو د پای ته رسولو لپاره مهم ګڼو.
موږ له خپله اړخه له رسنیو سره د همکارۍ او د بیان ازادۍ ته د احترام ډاډ ورکوو او له محترمو رسنیو، سیاسي شنونکو او د مطبوعاتو له کارکوونکو او مدافعانو هم غواړو، چې خپل نشرات، غوښتنې او اظهارات د ټولنې عیني او ذهني واقعي شرایطو ته په پام ، د ملي یووالي د تحکیم، د اسلامي او ملي ارزښتونو پر رعایتولو او رغوونکو نظرونو استوار کړي
موږ هیله لرو، چې د هېواد رسنۍ او د مطبوعاتو د ډګر همکاران د بهرنیو مغرضو رسنیو او کړیو د پوچو او ناسمو تبلیغاتو تر اغېز لاندې رانشي او په خپله لوړه افغاني، دیني او ملي روحیه خپل دین او ولس ته کار وکړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال
مولوي عبدالکبیر