محترم رئیس الوزراء د قطر د نوي سفیر باورلیک ومانه

محترم رئیس الوزراء د قطر د نوي سفیر باورلیک ومانه

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء محترم الحاج ملامحمدحسن اخند نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د قطر د نوي سفیر ښاغلي مردف بن علي القاشوطي باورلیک د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه.

په ګلخانې ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې چې د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي او د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس ډاکتر ملا عبدالواسع هم حضور درلود، محترم رئیس الوزراء د قطر نوي سفیر ته ښه راغلاست ووایه.

د افغانستان لپاره د قطر نوي سفیر د خپل هیواد د مشرتابه سلامونه او نېکې هیلې دافغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء محترم الحاج ملامحمدحسن اخند ته وړاندې کړې او وې ویل، هیواد یې د اسلامي امارت او افغان ولس نېکمرغي او پرمختګ غواړي.

محترم مردف بن علي القاشوطي د اسلامي امارت هرکلي څخه په مننې په افغانستان کې پر خپل نوي ماموریت خوښي وښوده او ویې ویل؛ دا زما لپاره د ویاړ ځای دی چې په افغانستان کې د قطر د سفیر په توګه خپله دنده پیلوم او ژمنه کوم چې دقطر او افغانستان د اړیکو او همکاریو د لاپیاوړتیا لپاره به دوامدارې هڅې وکړم. 

د اسلامي امارت محترم رئیس الوزراء هیله څرګنده کړه، چې د قطر د نوي سفیر معرفي کېدل د دواړو هیوادونو ترمنځ د موجوده ډيپلوماتیکو اړیکو د لاپیاوتیا ذریعه شي. همدارنګه یې له نوموړي وغوښتل چې د ده سلامونه او نېکې هیلې د قطر هیواد مشرتابه ته ورسوي.

محترم رئیس الوزراء د افغانستان او قطر ترمنځ تاریخي اړیکو ته په اشارې وویل، قطر هیواد په ډېرو سختیو کې له موږ سره همکاري کړې چې مننه یې کوو. الله تعالی دې وکړي چې زموږ په اړیکو او همکاریو کې لاښه والی او پرمختګ راشي. 

ورپسې د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د قطر د نوي سفیر په مقرري چې د سیاسي دفتر له وخته د اسلامي امارت له مشرانو سره بلد دی خوښي وښوده او نوموړي ته یې د لازمې همکاري د ډاډ ترڅنګ په خپل دغه نوي ماموریت کې د بریالیتوب هیله وکړه.