د رياست الوزرا لوړ مقام د دفتر عمومي رئيس د يو شمېر مدرسو استادانو او د جوماتونو خطيبانو سره وکتل

د رياست الوزرا لوړ مقام د دفتر عمومي رئيس د يو شمېر مدرسو استادانو او د جوماتونو خطيبانو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا لوړ مقام د دفتر عمومي رئيس ډاکتر ملا عبدالواسع نن پخپل دفتر کې د يو شمېر مدرسو استادانو او د جوماتونو خطيبانو سره وکتل.

په پيل کې، دغو استادانو او خطيبانو د اسلامي نظام په راتګ خوښي وښوده او د علماوو، مدرسو او حکومت ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو په موخه يې د علماوو يوې کمېټې جوړولو، د نظام د ټينګښت لپاره د ټوليزې طرحې ترتيب او تصويب او د حکومت او خلکو ترمنځ د واټن کمولو په اړه خپلې غوښتنې او وړانديزونه شريک کړل.

د رياست الوزرا لوړ مقام د دفتر عمومي رئيس ډاکتر ملا عبدالواسع دغو استادانو او خطيبانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، اسلامي نظام ستاسو او د ولس د سرښندنو په پايله کې ټينګ شوی او اسلامي امارت ستاسو د هر ډول سلا مشورو هرکلی کوي.

نوموړي زياته کړه، اسلامي امارت د اداري ستونزو حلولو تر څنګ په ډېره کمه موده کې زیاتې لاسته راوړنې لري.

ډاکتر ملا عبدالواسع وويل: علما د اسلامي امارت ورثه ده او زموږ ډېری دولتي کارکوونکي د علماوو د کورنیو او مدرسو غړي دي او هر وخت يې احترام کوي.

ډاکتر ملا عبدالواسع د علماوو شهيدانول او جوماتونو، مدرسو او مذهبي ځايونو کې وروستۍ امنيتي پېښې د اسلامي امارت د ناکامولو پروژه ياده کړه او د هغوی د امنيت ساتنې بشپړ ډاډ يې ورکړ او زياته يې کړه، دښمن له بېلابېلو لارو او وسيلو غواړي د خلکو ذهنونه مغشوش او هغوی ته غلط تصوير ورکړي.