د خوړو او درملو ملي بورډ نوبتي غونډه ترسره شوه

د خوړو او درملو ملي بورډ نوبتي غونډه ترسره شوه

د خوړو او درملو ملي بورډ نوبتي غونډه نن ماسپښين د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د ياد بورډ د محترمو غړو په ګډون ترسره شوه. 

په دې غونډه کې د خوړو خونديتوب، هيواد ته د واردېدونکو درملو کنټرول، د جواز لرونکو درملو لېست برابرولو، د بې کيفيته خوړو او درملو د قاچاق او واردېدو پر مخنيوي، د بې کيفيته خوړو او درملو د نه استعمال په اړه د عامه پوهاوي پياوړتيا او د معياري لابراتوارونو جوړولو په اړه بحث او هر اړخيزه ارزونه وشوه او په دې تړاو لازم تصميمونه ونيول شول.#