د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون امنیتي ارګانونو ته دنده وسپارله، څو له دولتي ادارو او زورواکانو څخه د «افغانستان برښنا شرکت» د مقروضیتونو په راټولولو کې له برښنا شرکت سره جدي همکاري وکړي. د افغانستان برښنا شرکت وايي، د کابل له فتحې وروسته او تر هغه مخکې ډېری دولتي ادارو او زورواکانو د دوی قرضونه نه دي ورکړي، چې دې چارې له ستونزو سره مخ کړي. اقتصادي کمېسیون همدارنګه «د افغانستان بانک» او دولتي شرکتونو استازو ته دنده وسپارله، څو په ګډه پر دولتي شرکتونو باندې د بانکي محدودیتونو د کمولو په اړه یو منظم میکانېزم جوړ کړي. اقتصادي کمېسیون د کابینې له ۲۸مې مصوبې سره سم ټولو وزارتونو ته دنده وسپارله، څو هر وزارت د خپلو اقتصادي او پرمختیايي پروژو طرحې ترتیب او د منظورۍ په موخه یې د مشرتابه مقام ته وړاندې کړي.