د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د شاه او عروس بند د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د شاه او عروس بند د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د شاه او عروس بند پروژې د ګټې اخیستنې د پیل په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

په دغو مراسمو کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست محترم ملا عبداللطیف منصور، د چارو ادارې رئیس محترم شیخ نورالحق انور او د بېلابېلو ادارو مسؤلینو برخه اخیستې وه.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د یاد بند پر جوړېدو خوښي وښوده وې ویل، دا پروژه د افغانانو لپاره یوه ستره هیله وه چې اوس په حقیقت بدله شوې ده.

محترم مولوي عبدالکبیر د اوبو مدیریت او کرنیزو محصولاتو زیاتوالي ته په اشارې وویل، د شاه او عروس بند جوړول به د کابل ښار او شکر درې ولسوالۍ د اوبو ستونزې حل او تر څنګ به یې اقتصادي پرمختګ، د صنعت زیاتوالی او کرنیز سکتور وده وکړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال دېته په اشارې چې اسلامي امارت د افغانستان د اقتصادي خپلواکۍ لپاره له کورنیو سرچینو کار اخلي او د صنعتي سکتور احیاء ته ژمن دی وویل، دغه اقدامات به د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او رغاونې ته لاره هواره او هېواد به په وارداتي برېښنا اتکاء کمه کړي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د نړیوالو او سیمه ییزو همکاريو پر ارزښت ټینګار وکړ وې ویل، اسلامي امارت د افغانستان ثبات او پرمختګ ته ژمن دی. د شاه او عروس بند جوړول یوازې د یوې سترې پروژې پیل دی چې په راتلونکي کې به د نورو مهمو بنسټونو او پرمختیایي پروژو لپاره لاره پرانیزي. 

محترم مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، په تېرو شلو کلونو کې د هېواد صنعتي پارکونه، فابریکې او کارخونې د برېښنا د نشتون له امله سقوط سره مخ وو، د برېښنا د تولید په برخه کې اساسي کار نه دی شوی، بلکې له ګاونډیو یې را وارد کړې وه، خو اسلامي امارت هوډ کړی چې د افغانستان ملي اقتصاد احیاء او تقویت کړي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال څرګنده کړه، اسلامي امارت دا مهال د نړۍ له ډېرو هېوادونو سره ښه تعامل لري، دا تعامل نور هم پراخېږي او د هېوادونو او سازمانونو استازي کابل ته تګ راتګ کوي. همدا راز اسلامي امارت په سیاسي او پوځي ډګر کې مخ په وړاندې روان دی، له هیچا سره جګړه او دښمني نه غواړي، خو د خپلې خاورې او خلکو د ساتلو او ترې د دفاع کولو مسؤلیت لري.

محترم مولوي عبدالکبیر وویل، زمور پیغام د امن او همكاريو دى، موږ د ځان او حتی د ټولې سیمې لپاره امن غواړو، په اقتصادي همکاریو او راکړو ورکړو باور لرو او غواړو د سترو سیمه ییزو پروژو په عملي کېدو سره سیمه ییز ثبات رامنځته شي. ځینې هېوادونه نباید په خپل کورني سیاست کې د ناکامۍ له امله پړه پر اسلامي امارت واچوي او سیمه ییز نظم او ثبات له منځه یوسي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال دېته په اشارې چې د افغانستان ثبات د سیمې او نړۍ په ګټه دی او په افغانستان کې امنیت او ثبات یوازې اسلامي امارت راوستلی دی وویل، په تېرو پنځو لسېزو کې یوازې اسلامي امارت توانېدلی په ټول هېواد حاکمیت ولري؛ سرتاسري امنیت یې تامین کړی او په خپل کورني او بهرني سیاست کې روښانه دریځ لري.

محترم مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، هغوی ته چې د افغانستان لپاره ښه نیت نه لري او پر افغانستان د فشار په راوړلو سره غواړي خپلې موخې ترلاسه کړي، بلنه ورکوو چې د افغانستان تاریخ له سره ولولي او فکر پرې وکړي.#