د افغانستان اسلامي امارت د وزیرانو شوراء اتلسمه غونډه د محترم رئیس الوزراء الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ نن، ترسره شوه.
یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه؛ د هېواد په مهمو اقتصادي، امنیتي، ټولنیزو او کلتوري مسائلو پکې بحث او ځینې پرېکړې وشوې.
په غونډه کې پرېکړه وشوه چې ټول امارتي وزارتونه او ادارې چې تأسیسات او ودانۍ جوړوي لومړۍ دې د کور او ښار جوړولو وزارت سره همغږي وکړي. د نقشو او ډیزاین چارې دې د غوښتونکې ادارې د وخت اړتیا سره سم ترسره او د امکان د نشتوالي په صورت کې دې یاده اداره خپلې چارې له ویزې او څارنې پرته خپله ترسره کړي.
همداراز په بندرونو کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د اسانتیاوو برابرولو په اړه اړوندو ادارو ته دنده وسپارل شوه چې په خپلو برخو کې ورته اسانتیا رامنځته کړي؛ ترڅو د ځنډ مخه ونیول شي.
د یادونې وړ ده چې د کابینې یاده غونډه د ګڼو موضوعاتو په اړه له تفصيلي بحث او حل وروسته د خیر دعاء سره پایته ورسېده.