د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې عمومي رئیس حاجي خان محمد فروتن او د دې خونې له یو شمېر مسؤلینو سره په ارګ کې وکتل.
په دې کتنه کې چې د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی ریاست د سیاسي او ولسي چارو رئیس شیخ محمود ذاکري هم حضور درلود، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې عمومي رئیس حاجي خان محمد فروتن، مالي رئیس حاجي حکیم خان ابراهیم خېل او د یادې خونې استازي حاجي محمدباز غیرت د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې څخه د اسلامي امارت د همکارۍ او ملاتړ قدرداني وکړه او په بېلابېلو برخو کې یې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس سره شریک کړل.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې مسؤلینو د دغې خونې د کړنو او ستونزو په اړه معلومات ورکړل وې ویل، د افغانستان صادارت په روان کال کې زیات شوي او له افغانستان سره د پاکستان د لارو تړل کېدو د هیواد پر تولیداتو اغېز نه دې کړی، همداراز د افغانستان صادرات او واردات له نورو لارو په ښه توګه جریان لري.
دوی دېته په اشارې چې هڅه کوي د هیواد په پرمختګ کې لازیاته ونډه واخلي، د اسلامي امارت له رهبري وغوښتل چې د هیواد د کرنې او مالدارۍ، کسبګرو او صنعت کارانو خونو څخه لازیات ملاتړ وکړي.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې د کړنو او فعالیتونو قدرداني وکړه وې ویل، اسلامي امارت تل د هیواد د اقتصادي ودې په موخه د پانګوالو، سوداګرو او کسبګرو له داخلي تولیداتو ملاتړ کړی.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس دوی ته ډاډ ورکړ چې له اړوند ادارو سره به یې د ستونزو د حل په اړه خبرې وکړي.#