د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د افغانستان د ناشنوانایو ټولنې له رئیس ښاغلي سمیع الرحمن او ولایتي مسؤلینو سره وکتل.
په پیل کې د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی ریاست د سیاسي او ولسي چارو رئیس محترم مولوي ګلزار احمد حقاني دوی ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، خوښ یوو نن د ټولنې له داسې یوه قشر سره وینو چې لوړ همت لري؛ ستاسې غوښتنې، نظرونه او مشورې موږ ته قدر وړ دي.
وروسته د افغانستان د ناشنوانایو ټولنې استادانو جمیل الرحمان ندیم او سمیع الله مفتون د دوی په استازولۍ د خبرو پر مهال وویل، په هیواد له پنځه زرو ډېر ناشنوایان موجود دي چې ۳۵۰ رسمي استازي او د همغږۍ په موخه په هر ولایت کې یوه ټولنه لري.
یادو ویناوالو په مرکز او ولایتونو کې د مناسبو دفترونو، مالي او ترانسپورټي امکاناتو د نشتوالي ترڅنګ د لوړو او تخنیکي زده کړو په برخو کې د افغانستان د ناشنوایانو ټولنې ستونزې، وړاندیزونه او غوښتنې د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس سره شریکې کړې.
وروسته د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د افغانستان د ناشنوانایو ټولنې رئیس او ولایتي مسؤلینو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، د اسلامي امارت مشرتابه او مسؤلینو تل د هیواد د مظلومو ولسونو ګټو ته ترجیح ورکړې او د دوی د ستونزو د حل لپاره شپه او ورځ نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي.
محترم ډاکټر ملا عبدالواسع زیاته کړه، د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی ریاست وخت پر وخت له مختلفو اقشارو سره ملاقاتونه کوي، د دوی ستونزې او نظرونه اوري او د حل په موخه یې له اړوندو ادارو او مسؤلینو سره شریکوي، نو ستاسو غوښتنې او وړاندیزونه به هم له اړوندو ادارو او مسؤلینو سره شریک او امکاناتو ته په پام به ورته رسیدګي وشي.#