د ازبکستان لومړی وزير محترم عبدالله عارف اوف چې نن سهار د ياد هیواد د يو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی و، په ارګ کې ورته د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء عالي مقام دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع هرکلی وکړ.
وروسته د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او د ازبکستان لومړي وزير محترم عبدالله عارف اوف او د دواړو هيوادونو لوړ پوړو پلاويو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په مختلفو برخو کې د اړيکو پراختيا او له هغې ډلې د اقتصادي او سوداګریزو پروژو د عملي کار پیل په اړه بحث او خبرې وکړې.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، هیله لرو چې د ازبکستان د لوړپوړي پلاي سفر د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا په برخه کې ګټور تمام شي.
په مقابل کې د ازبکستان محترم لومړي وزیر وویل، افغانستان او ازبکستان ګڼ دیني، فرهنګي او تاریخي مشترکات لري او جمهوررئیس میرضیایف تل د دواړو هیوادونو ترمنځ د ښو او دوستانه اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کوي.
وروسته د اوبو او برېښنا، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، ترانسپورټ او هوایي چلند او کانونو او پټرولیم وزارتونو له خپلو ازبکستاني همپوړو سره د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او ترانزیټي اړیکو د پیاوړتیا په برخو کې د لا زیاتو اسانتیاوو په رامنځته کولو او په دې برخه کې د خپلو اړوندو ادارو پر کړنو خبرې وکړې.
ورپسې د ریاست الوزراء محترم اقتصادي مرستیال او د ازبکستان لومړي وزیر د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو تفاهم لیکونو د لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دې مراسمو کې په پیل کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر د ازبکستان لومړي وزیر او مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه: خوښ یوو له تاسو سره په ازاد او خپلواک افغانستان کې ګورو او د د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو او همکاریو په برخو کې د مختلفو مسایلو په اړه خبرې کوو.
نوموړي د افغانستان په اړه د ازبکستان د جمهور رئیس د مثبت او واقعبینانه دریځ مننه وکړه وې ویل، د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې د پراختیا په حال کې دي او هره ورځ د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو سلګونه واګنونه د رېل پټلۍ له لارې صادر او واردیږي او همداراز افغان ـ ټرانس پروژه په دې برخه کې اساسي رول لري، چې باید عملي کار یې پیل شي.
محترم ملا برادر اخوند وویل، اسلامي امارت د سرخان ـ پلخمري ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا مزي د تمدید هرکلی کوي. همداراز د سب سټېشنونو د پیاوړتیا او د برېښنا لینونو د کیفیت ښه کولو ته باید پاملرنه وشي او د ارغندي سب سټېشن ظرفیت لوړ شي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال پر دې ټینګار سره چې اسلامي امارت د نورو هیوادونو په پرتله د پانګونې لپاره ګاونډیو هیوادونو ته لومړیتوب ورکوي وویل، موږ باید د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراختیا او په دې برخه کې د خنډونو لمنځه وړو لپاره هر اړخیزې خبرې وکړو.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د خپلو خبرو په پای کې وویل، افغان سوداګرو ته د سوداګریزو ویزو ورکولو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا لپاره مهم دي.
وروسته د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله عارف اوف په خپلو خبرو کې وویل، خوښ یم چې په لومړي ځل تاریخي هیواد افغانستان ته سفر کوم، زه ستاسې له تاوده هرکلي او مېلمه پالنې د زړه له تله مننه کوم.
هغه زیاته کړه، ازبکستان افغانستان ته د مرکزي اسیا مهمې برخې په سترګه ګوري، دغه راز د ازبکستان جمهوررئیس شوکت میرضیایف ټینګار کوي چې د افغانستان له اوسني حکومت سره له تعامل پرته موږ نشو کولی مثبتې پایلې ته ورسېږو.
د ازبکستان لومړي وزیر وویل، له افغانستان سره د ازبکستان حسنه او نږدې اړیکې د نړۍ نورو هیوادونو ته ښه مثال کېدای شي. هغه زیاته کړه له افغانستان سره زموږ سوداګریزې اړیکې د انکشاف په حال کې دي او موږ د دغو اړیکو د لازیاتې پراختیا غوښتونکي یوو.
محترم عبدالله عارف اوف څرګنده کړه، په ازبکستان کې د افغانستان د نوي سفیر د رسمي کار د پیل په اړه مثبت تصمیم نیول شوی او دغه مسئله به ډېر ژر اعلان شي. همدارنګه ډاډ درکوم چې له افغانستان سره ټولې ترسره شوې موافقې عملي کېږي؛ د مسو او ډبرو سکرو کانونو د استخراج په برخه کې به په افغانستان کې پانګونه وکړو، دغه راز چمتو یوو چې د اوبو د سپما په برخه کې هم افغان متخصصین وروزو.
د ازبکستان لومړي وزیر وویل، د کرنیزو تخمونو د اصلاح او بڼوالۍ په برخو کې زموږ همکاري له افغانستان سره دوام لري او چمتو یو خپلې تجربې له افغان کروندګرو سره شریکې او هرکال د سلو په شاوخوا کې متخصص د هوایي چلند او ریل پټلۍ په برخو کې وروزو.
وروسته د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او د ازبکستان د لومړي وزیر محترم عبدالله عارف اوف په حضور کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ پنځه سندونه د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر محترم نورالدین عزیزي او د ازبکستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر له لورې لاسلیک شول.
په همدې ترتیب د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ، کانونو او پټرولیم، د افغانستان برېښنا شرکت او د ګمرکونو لوی رئیس له خپلو ازبکستاني سیالانو سره د همکارۍ تفاهمنامې لاسلیک کړې.
په پای کې د ازبکستان لومړي وزیر محترم عبدالله عارف اوف او مل پلاوي یې د غرمنۍ په مېلمستیا کې چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي له لورې ترتیب شوې وه، ګډون وکړ.#