د افغان او روسي پانګوالو ګډ پلاوي سره د اسلامي امارت د ریاست الوزرا د مرستیال کتنه

د افغان او روسي پانګوالو ګډ پلاوي سره د اسلامي امارت د ریاست الوزرا د مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د افغان او روسي پانګوالو ګډ پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې د نفت او ګازو د رااېستلو او تصفیه کولو ځای د تاسیس په اړه د هڅو او د سي ان جي او ال ان جي دستګاوو او د سمنټو د تولید شرکت د ایجاد په اړه تفصیلي بحث او خبرې وشوې.
ډاکټر سکندر د یادو پانګوالو په استازیتوب د خبرو پرمهال په یادو برخو کې د پانګونې لپاره خپله لېوالتیا وښوده.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د پانګونې لپاره د هغوی لېوالتیا څخه په مننې، په افغانستان کې د پانګونې د ښو شرایطو او زمینو برابرولو ډاډ ورکړ.#