د رياست الوزراء اداري مرستيال لغمان ولایت ته سفر وکړ

د رياست الوزراء اداري مرستيال لغمان ولایت ته سفر وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن د يو پلاوي په مشرۍ لغمان ولایت ته سفر وکړ. 

په دې سفر کې، چې د کور او ښار جوړولو وزير محترم مولوي نجيب الله حيات حقاني هم د رياست الوزراء اداري مرستيال ملتيا کوله، نوموړي د لغمان مرستيال والي او يو شمېر امارتي مسؤلینو سره وکتل او له نږدې يې د ادارو کاري وضعیت وارزاوه. 

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د اداري چارو پر ښه والي، خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو او د خلکو د امنيت پر تأمين ټینګار وکړ او له مسؤلينو يې وغوښتل، چې د خپلو دندو ترسره کولو ته لا زياته پاملرنه وکړي. 

د رياست الوزراء اداري مرستيال وويل، مسؤلين باید په ښه چلند د خلکو ستونزو او چارو ته رسيدګي وکړي.

د رياست الوزراء اداري مرستيال د کډوالو موضوع هم وارزوله او له اړوندو ادارو يې وغوښتل، ترڅو له يو بل سره په همغږۍ د کډوالو د ستونزو حل او هغوی ته د نمرو وېش لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرولو په موخه جدي او اغېزناک ګامونه واخلي. #