د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت شارژدافېر او مل پلاوي سره د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کتنه

د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت شارژدافېر او مل پلاوي سره د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر پرون ماښام په داسې حال کې د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت له شارژدافېر رابرټ ډیکسن سره وکتل چې د اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون غړي حافظ انس حقاني هم حضور درلود.
په دې لیدنه کې ښاغلي ډکسن د اسلامي امارت او د بریتانیا د استازو تر منځ لیدنې د دواړو لورو په ګټه وبللې او د یو شمېر ستونزو د حل لپاره یې مهم ګام یاد کړ.
رابرټ ډیکسن وویل، لندن له اسلامي امارت سره د خبرو د دوام او لا ډېرو ناستو پلوی دی او زیاته یې کړه، د بریتانیا حکومت په دغه هېواد کې د اسلامي امارت مخالفینو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.
نوموړي څرګنده کړه، انګلستان باثباته افغانستان غواړي او د بشري مرستو او اقلیمي بدلون په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
نوموړي وویل، د دوحې په درېیمه ناسته کې د اسلامي امارت ګډون ارزښتمن او د ټاکل شوو موضوعګانو په هکله یې د افغان پلاوي د پوره چمتووالی ستاینه وکړه.
د ناستې پر دوام د افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافیر یادونه وکړه، چې دوی حالات څاري او په افغانستان کې یې د وروستیو طبیعي پېښو له زیانمنو سره د بېړنیو مرستو او له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو د را ایستلو د پروسې د ښه مدیریت ستاینه وکړه.
ښاغلي ډیکسن په راتلونکې کې د ځينو اړینو مسائلو په هکله د دوه اړخېزو ناستو د جوړېدو وړاندېز وکړ او یادونه یې وکړه، چې لندن هڅه کوي د اسلامي امارت او غربي نړۍ د اړیکو جوړېدو ته لاره هواره کړيي.
ښاغلي حافظ انس حقاني له افغانستان سره د بریتانیا له مرستو په مننې وویل، کابل ته د افغانستان لپاره د بریتانیا د سفارت د شارژدافیر تګ راتګ ګټور دی او یادونه یې وکړه، په افغانستان کې د بشپړ امنیت په ټېنګښت سره د بهرنیو ډيپلوماتانو فعالیت ته ښه زمینه برابره شوې ده.
ښاغلي حقاني زیاته کړه، کابل او لندن د ګڼو فرصتونو په لرلو سره کولای شي ورڅخه ګټه واخلي او د ستونزو په حل کې مهم واقع شي.
حافظ انس حقاني افغانانو ته د کونسلي خدماتو وړاندې کولو لپاره په لندن کې د افغانستان د سفارت فعالیت اړتیا وبلله او په دې برخه کې یې د ګډو همکاریو غوښتنه وکړه.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د بریتاینا شارژدافیر او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال د کابل او لندن د اړیکو په ساتنه کې د افغانستان لپاره د بریتاینا د شارژدافیر هڅې وستایلې.
محترم سیاسي مرستیال څرګنده کړه، په هېواد کې د بشر حقونو ته بشپړ پام شوی او په دې برخه کې اسلامي امارت لاهڅې کوې.
محترم مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، اسلامي امارت خپلې ژمنې عملي کړې او اوسمهال په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت او کاروبار صفر ته راښکته شوی او دغه راز د روږدو کسانو درملنه هم په اغېزمنه توګه روانه ده.
د ناستې په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر د کابل او لندن د مثبتو اړیکو پر دوام ټینگار وکړ.