د ایران د رهبر او د هغه هیواد د نورو وګړو د شهادت په مناسبت د ډاډګېرنې څرګندولو په موخه د ایران اسلامي جمهوریت سفارت کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال حضور

د ایران د رهبر او د هغه هیواد د نورو وګړو د شهادت په مناسبت د ډاډګېرنې څرګندولو په موخه د ایران اسلامي جمهوریت سفارت کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال حضور

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې په داسې حال کې چې د اسلامي امارت یو شمېر مسئولینو یې ملتیا کوله، د ایران اسلامي جمهوریت د فقید رهبر آیت الله سید علي خامنه‌‌یي، د نوموړي د کورنۍ د غړو، یو شمېر مسئولینو، شهروندانو او زده کوونکو د شهادت په مناسبت د تسلیت څرګندولو په موخه په کابل کې د هغه هیواد سفارت ته ورغی.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په پیل کې د ایران اسلامي جمهوریت او ملت ته د ډاډګېرنې په څرګندولو سره وویل، اسلامي امارت او افغان ملت پر ګاونډي هیواد او د ایران ملت باندې وروستی برید غندي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفیي زیاته کړه، په دې جنګ کې عادي وګړي په نښه او د ملکي خلکو د تلفاتو لامل شو چې سیمه ییزې منفي پایلې هم لري، موږ یې ادامې ته اندېښمن یوو او د افغانستان اسلامي امارت غواړي چې دا ویجاړونکی جنګ ژر تر ژره ودرېږي، ځکه جنګ نه د ملتونو او نه هم د سیمه ییزو پایداره منافعو په ګټه دی، نو ټول مسایل دې د ډیپلوماسي او مذاکراتو له لارې حل شي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په پای کې د یادې پېښې د شهیدانو په یاد کتاب کې لاسلیک او ټینګار وکړ چې افغان ملت به د ایران د خلکو ترڅنګ وي.