اقتصادي کمېسیون د  دوه میلیارده او ۲۷۴ میلیون افغانیو په ارزښت د پانګونې لس طرحې تائيد کړې

اقتصادي کمېسیون د دوه میلیارده او ۲۷۴ میلیون افغانیو په ارزښت د پانګونې لس طرحې تائيد کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمیسیون نوبتي غونډه نن په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

د اقتصادي کمېسیون دې غونډې ته له اجنډا سره سم، په مختلفو ولایتونو کې د شاوخوا دوه میلیارده او ۲۷۴ میلیون افغانیو په ارزښت د پانګونې لس طرحې د تائید لپاره وړاندې شوې، چې له هر اړخیزې ارزونې وروسته تائید شوې.

په دې طرحو کې د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د دوه پوړیز سوداګریز مارکېټ، د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د پنځه پوړیز سوداګریز مارکېټ، د خوست ولایت په مرکز خوست ښار کې د لس پوړیز سوداګریز مارکېټ، د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د پنځه پوړیز مارکېټ، د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د اته پوړیز سوداګریز مارکېټ او د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د اته پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړول شامل دي. 

همداراز په دې طرحو کې د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د ۲۰ پوړیزې سوداګریزې او استوګنیزې ودانۍ جوړول، د ننګرهار ولایت د مرکز جلال آباد ښار په وچ ډنډ سیمه کې د ځمکتلي سوداګریز مارکېټ جوړول او د هرات ولایت په اسلام قلعه سوداګریز بندر کې د سوداګریز کمپلکس جوړول هم شامل دي، چې اړتیا وړ ټول امکانات به ولري. 

د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې په ۱۵۰ جریبه ځمکه د میوه لرونکو ونو د پالنې د قوریې جوړول يوه بله طرحه وه، چې د اقتصادي کمېسيون لخوا تائيد شوه.

د یادونې وړ ده، چې د پانګونې پورته ذکر شوې طرحې د ریاست‌ الوزراء اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې د پانګونې بین‌ الوزارتي کمېټې له لوري په هر اړخیز ډول څېړل شوي او د تائیدۍ په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوې وې. 

یادې پرېکړې د نهايي تصمیم نیونې په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ حفظه‌ الله تعالی دفتر ته واستول شوې.#