محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران هېواد له یوشمېر پانګوالو سره وکتل

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران هېواد له یوشمېر پانګوالو سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د اسد میاشتې په ۲۲مه نېټه په خپل کاري دفتر کې له یوشمېر ایراني پانګوالو سره وکتل. د دغه لیدنې پر مهال ایراني پانګوالو په افغانستان کې د اوسپنې کانونو استخراج او پروسس، د لمریزې برېښنا د تولید، د سړک او رېل پټلۍ شبکو غځولو، د معیاري صنعتي فابریکو رامنځته کولو او همدا راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځانګړې صنعتي ساحې جوړولو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده. 

همدارنګه ایراني پانګوالو زیاته کړه، چې افغانستان د پانګونې لپاره په یو مناسب هېواد بدل شوی او دوی چمتو دي څو په یادو برخو کې پانګونه ترسره، خپلې تجربې شریکې او د ظرفیت لوړولو په موخه افغانانو ته په خپل هېواد کې د روزنې زمینه برابره کړي. 

ورپسې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په افغانستان کې په مختلفو سکټورونو کې پانګونې ته د ایراني پانګوالو د لېوالتیا هرکلی وکړ او دوی ته یې په یادو برخو کې د اسلامي امارت له لوري د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ. محترم ملا صاحب زیاته کړه چې اړوند وزارتونه او ادارې به په خپلو برخو کې له دوی سره بشپړه همکاري او له نېږدې کار وکړي.