د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس د امارتي ادارو د اطلاع رسونې بهیر د پیاوړتیا په غونډه کې ګډون وکړ

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس د امارتي ادارو د اطلاع رسونې بهیر د پیاوړتیا په غونډه کې ګډون وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست ‌الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس، الحاج ډاکټر ملا عبدالواسع نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د امارتي ادارو د اطلاع رسونې بهیر د پیاوړتیا په هدف، د وزارتونو او خپلواکو ادارو د ویندویانو او د پلان او پالیسۍ رئیسانو په غونډه کې ګډون وکړ.

په دغه ناسته کې،چې د اسلامي امارت مرکزي ویاند، مولوي ذبیح‌الله مجاهد په انلاین توګه، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، مولوي نعیم ‌الحق حقاني ،د یاد مرکز مسئولینو او د ۴۲ امارتي ادارو د پلان او پالېسۍ رئیسانو او ویندویانو هم ګډون کړی وو، د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه.

 د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس، الحاج ډاکټر ملا عبدالواسع ، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په کوربتوب د نظام د اطلاعاتي بهیر د چټکتیا لپاره جوړه شوې ناسته ؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې یو مهم اقدام وباله او زیاته یې کړه، په تېرو څلورو کلونو کې په اقتصادي، سیاسي، نظامي، امنیتي، فرهنګي او ټونیزه برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي او هرې امارتي ادارې د نظام د اهدافو د تحقق او ملت ته د خدمت په موخه نه ستړې کېدونکې هڅې کړې دی.

 د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس زیاته کړه، د امارتي ادارو د فعالیتونو او لاسته راوړنو په تړاو، د کره او دقیقو معلوماتو شریکول پر نظام د خلکو باور زیاتوي او د منفي تبلیغاتو د مخنیوي لامل کېږي.

همداراز، د اسلامي امارت مرکزي ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد هم یادې ناستې ته له کندهار څخه په انلاین بڼه وینا وکړه او وې ویل، اسلامي امارت په هره برخه کې ښې او ملموسې لاسته راوړنې لري او د دغو لاسته راوړنو په تړاو کره معلومات باید په مسلکي ډول له رسنیو او ولس سره شریک شي.

ښاغلي ذبیح الله مجاهد، د امارتي ادارو د نشراتي فعالیتونو پر پیاوړتیا، د اطلاع رسونې بهیر پر چټکتیا او د ادارو او رسنیو ترمنځ د همکارۍ او تعامل کچې پر لاپراختیا ټینګار وکړ.

په پای کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز له لوري د باوري اطلاعاتو د راټولولو او شریکولو په تړاو جوړ شوی میکانیزم ګډونوالو ته تشریح او وړاندې شو.

ناسته نظام او ولس ته د خیر په دعا سره پایته ورسېده.